ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل ښار کمپنۍ چوک بیت المقدس ته په ورته شکل مزین شو

د کابل ښار کمپنۍ چوک بیت المقدس ته په ورته شکل مزین شو

author avatar
19 May 2022 - 15:13
د کابل ښار کمپنۍ چوک بیت المقدس ته په ورته شکل مزین شو
author avatar
19 May 2022 - 15:13

کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۱): کابل ښاروالۍ د اسلامي او تاریخي ارزښتونو ساتلو او د فرهنګي میراثونو د بډاینې په موخه د کابل په کمپنۍ چوک کې بیت المقدس ته ورته ګومبزه جوړه کړې ده.

بیت المقدس د فلسطین هغه ښار دی چې د مسلمانانو، یهودانو او مسیحیانو درې واړو لپاره یو مقدس ښار بلل کېږي؛ مسیحیانو ته ځکه مقدس دی چې مسیح علیه السلام هلته زېږېدلی، هلته د (هیکل سلیماني) عبادتخانه ده چې د بني اسرائیلو د نبیانو قبله وه.

او د مسلمانانو د قبلې له بدلېدو مخکې؛ یعنې لومړۍ قبله همدا بیت المقدس و چې ټولو مسلمانانو به خپل لمونځونه د اقصی جوما په طرف کول، بیا رسول الله صلی الله علیه واله وسلم د معراج سفر پر مهال د ټولو انبیاوو امامت په همدغه جومات کې کړی، له همدې امله ټولو مسلمانانو ته د ډېر قدر او تقدس ځای دی.

کابل ښاروالۍ پر خپله ټويټرپاڼه لیکلي چې د کابل ښار پنځمې ناحیې اړوند د کمپنۍ په چوک کې یې بیت المقدس ته ورته ګمبزه جوړه کړې او پرانيستل شوه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، یاده بڼه د اسلامي او تاریخي ارزښتونو ساتلو او د فرهنګي میراثونو د بډاینې په موخه د ۱۷ متر اوږدوالي او پراخوالي او د ۹ متر لوړوالي په اندازه طرحه او ډیزاین شوې ده.

کابل ښاروالۍ معلوماتو له مخې، کابل ښاروالي د تاریخي، فرهنګي او دیني ارزښتونو ساتلو په موخه د کابل ښار په کچه یو شمېر پروګرامونه تر لاس لاندې نیولي چې په بېلابېلو پړاوونو کې به یې پلي کړي.

کابل ښاروالي وایي، موخه یې د دغو بڼو له جوړولو دا ده چې کابل ښار خپله اصلي افغاني او اسلامي بڼه خپله کړي او د ښار په ښکلا کې غوره بدلون راشي.

Visits: 978

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.