د افغانستان رئیس الوزرا وایي، په هېواد کې پانګونې ته زمینه برابره ده او نړیواله ټولنه دې د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني او مرستې دې ورسره وکړي؛ ځکه چې د مشروعیت ټول شرایط یې پوره کړي دي.
حکومت وايي چي د هلمند ولایت د کجکي بند کار روان دی او د راتلونکي کال په وري میاشت کې به یې د برېښنا د تولید ظرفیت ۱۵۰ میګاواټو ته لوړ شي.
چارواکي وایي، د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند په ټایمني سيمه کې پنځه غله له تومانچو سره نیول شوي دي.
د استخباراتو ریاست وایي، امنیتي ځواکونو د میدان وردګو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د “عليپور” د وسلو او مهماتو دوه پټنځایونه کشف کړي دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل په بتخاک سیمه کې چاودنې یو ماشوم وژلی او دوه امنیتي سرتېري یې ټپیان کړي، خو یوه بله سرچینه د ټپیانو شمېر څلور کسان ښیي.
د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، د چین سفیر په افغانستان کې د تېرو شلو کلونو ستونزو پړه پر امریکا اچولې او په افغانستان کې یې د افغانانو په خوښه د حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.
د افغانستان د تکواندو ملي فدارسیون مشر نجیب الله سکندر د تښتوونکو له بنده ژغورل شوی او اته کسان یې د تښتونې په تړاو نیول شوي دي.
د افغانستان د تکواندو مشر او د جمهوریت روغتون ډاکټر نجیب الله سکندر له دوو ورځو راهيسې په کابل ښار کې نادرکه شوی دی.
کورنیو چارو وزارت وایي، د کابل ښار په پنځلسمه حوزه کې د موټرو د غلو نهه کسیزه ډله نیول شوې او لس غلا شوي موټر هم ترې ترلاسه شوي دي.
د سره صلیب او سرې مياشتې نړیوال فدراسيون وایي، په افغانستان کې پر نشه یې توکو روږدو کسانو په درملنه کې مرسته کوي او د معلولینو لپاره ځانګړي پروګرامونه پلي کوي.
د افغانستان کابینې د روان کال د وروستیو درېیو میاشتو ۵۳.۹ میلیارده افغانۍ بودجه تصویب کړه چې ۴۹.۲ میلیارد یې عادي او ۴.۷ میلیارده افغانۍ یې انکشافي بودجه ده.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت سرپرست، له هغو هېوادونو چې د افغانستان چورلکې او پوځي الوتکې ورسره دي، په ټینګار سره وغوښتل چې دغه الوتکې افغانستان ته وسپاري او افغانستان دې غبرګون ته نه اړ کوي.