Username or E-mail:
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}Your submission failed. The server responded with {{status_text}} (code {{status_code}}). Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}It appears your submission was successful. Even though the server responded OK, it is possible the submission was not processed. Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
Submitting…
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د بامیان ولایت اوسېدونکی ۲۵ کلن مهدي چې له خپل واده دوه میاشتې وروسته د ولور لپاره قرض کړو پیسو پیدا کولو په موخه ایران ته تللی وايي، له دې امله چې دی مسافر دی، مېرمن یې د طلاق غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو سازمان د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په راتلونکو شپږو میاشتو کې افغانستان کې د بشردوستانه فعالیتونو دوام لپاره ۷۶۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
د زدهکړو نړۍوالې ورځې سره هممهاله یو شمېر نجونې د خپل راتلونکي په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ، له اسلامي امارته غواړي چې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د دوی پر مخ پرانیزي.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو اداره وایي چې د یوې نوې طرحې له مخې هغه «مجاهدین» چې له تعلیم او لوړو زدهکړو پاتې دي، کولای شي چې نوي ښوونیز کال کې یونیم کلن ښوونیزو پراګرامونو کې شامل شي او د فراغت سند ترلاسه کړي.
د عامې روغتیا وزارت وړاندې شوو شمېرو له مخې، د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د ورته مودې په نسبت د لېوني سپيانو داړلو پېښې څه باندې ۱۴ سلنه ډېرې شوې، خو دغه وزارت د دې ناروغۍ اړتیا وړ ۷۰ سلنه واکسین په واک کې نه لري.
د کابل ښار ځیني اوسېدونکي وايي، له دوو کلونو راهیسې د اوبو له کمښت سره مخ دي او خپلې د اړتیا وړ څښاک اوبه له لرو ځایونو راوړي چې مسوولین باید دې برخې ته جدي پاملرنه وکړي.
نوي کابل بانک خبر ورکړی چې د مالي کال پای ته د رسېدو پروسې بشپړېدو په موخه، د دغه بانک ټولې څانګې د مرغومي میاشتې له ۷مې د ځلورو ورځو لپاره تړل کېږي.
ډاکټران پر ژورخفګان د نارینهوو په پرتله د ښځو اخته کېدو کچه لوړه بولي او وایي، که پر وخت د دې ناروغۍ درملنه ونه شي، ښایي د ځانوژنې لامل شي.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانو مرستو همغږيکوونکې اداره (اوچا) د افغانستان له بشردوستانه صندوق سره د څه باندې ۹۸ زره یورو له مرستې خبر ورکړ.
کابل کې د روغتیایي رضاکارانو ملي ورځ په داسې حال کې و لمانځل شوه چې یو شمېر دغه رضاکاران له اقتصادي ستونزو شکایت لري او له حکومته غواړي څو دې برخه کې مرسته ورسره وکړي.
مرکزي بانک وايي چې د دغه بانک د سرپرست هدایتالله بدري په مشرۍ یو پلاوی د اسلامي مالي موسسو د محاسبې او تفتیش ادارې او د اسلامي پراختیایي بانک په کلني کنفرانس کې د ګډون په موخه بحرین هېواد ته ولاړ.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پرواګرام وایي، تر اوسه یې له پاکستانه را ایستل شوو ۱۱۲ زره افغان کډوالو سره مرسته کړې او د یو میلیون نورو کډوالو لپاره ۱۶ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن