ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډاکټران: که د ژور خپګان درملنه ونه شي ښايي د ځان‌وژنې لامل وګرځي

23 Dec 2023 - 16:00
23 Dec 2023 - 16:00

کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۲): ډاکټران پر ژور خپګان د نارینه‌وو په پرتله د ښځو د اخته کېدو کچه لوړه بولي او وایي، که پر وخت د دې ناروغۍ درملنه ونه شي، ښایي د ځان‌وژنې لامل وګرځي.

هغوی وایي، په دې برخه کې باید د عامه پوهاوي پروګرامونه ډېر شي او پر دې ناروغۍ اخته کسان باید پر وخت ډاکټر ته مراجعه وکړي څو د دې ناروغۍ د ډېرېدو مخه ونیول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په تله میاشت کې د عامې روغتیا وزارت ویلي وو، د افغانستان نیم نفوس له شدیدو رواني فشارونو ځوریږي او د روغتیا نړۍوال سازمان د یوه راپور له مخې، په نړۍ کې ۲۸۰ میلیونه کسان پر ژور خپګان اخته دي چې ډېری یې ښځې دي.

ډاکټران: ژور خپګان د درملنې وړ دی، که درملنه یې ونه شي ښايي د ځان‌وژنې لامل وګرځي

کابل ښار کې په «اکسون عقلي او عصبي روغتون» کې یوې روان‌پوه ډاکټر دیانا صدیقي پژواک خبري اژانس ته وویل: «افسرده‌ګي یعنې رواني توقف، دا ناروغي په نړۍ کې یو له تر ټولو شدید رواني اختلالاتو ده چې په فرد کې د منفي احساساتو لامل کېږي او ورته د غم او اندېښنې احساس رامنځته کوي او په کاري چاپېریال، کور او بهر کې د ناروغ وړتیاوې مختل کوي.»

د هغې په خبره، ارثي، ټولنیز، اقتصادي او ټولنیز محدویتونه هغه عوامل دي چې یو کس کې د ژورخفګان لامل کېږي.

د هغې د معلوماتو له مخې، د خپرو شوو شمېرو له مخې، ژور خپګان نسبت نارینه‌وو ته ښځو کې ډېر وي؛ ځکه د هغو دفاعي میکانیزم کمزوری دی او ډېرې عاطفي او زیانمنونکې دي.

د هغې په وینا، د غم احساس، بې‌علاقه‌ګۍ، د ګناه احساس، له ټولنې لرې‌والی، د عصبانیت احساس او د روزمره فعالیت کموالی د دې ناروغۍ روحي نښې نښانې دي، ډېر خوراک، کم خوراک، په خوب کې بدلون او ستړیا د دې ناروغۍ فزیکي نښې نښانې دي.

نوموړي وویل چې په ښوونځيو او پوهنتونونو کې د نجونو پر زده‌کړو بندیز هم د دې لامل شوی چې هېواد کې په ښځو کې ژور خپګان ډېر شي.

د هغې په خبره، د ورځې له درېیو تر څلورو رواني ناروغان لري چې ډېر یې هغه نجونې دي چې له زده‌کړو محرومې دي.

د ډاکټر دیانا په خبره، په لومړیو کې د ژور خپګان نښې نښانې کمې وي، که دوام وکړي او شخص ډاکټر ته مراجعه ونه کړي، پرمختګ کوي او ممکن ناروغ د ځان وژنې تصمیم ونیسي.

د هغې د معلوماتو له مخې، ژور خپګان د درملنې وړ دی، له دې ناروغۍ د خلاصون یوازېنۍ لار د هدف ټاکل او بوختیا ده.

د سرچینې په خبره، مثبت فکر کول، ورزش او په ټولنه کې حضور د دې لامل کېږي چې ژور خپګان کم شي.

نوموړې وویل، یو افسرده شخص باید ډاکټر ته مراجعه وکړي او له کورنیو یې هم غوښتنه وکړه چې ناروغ اړ کړي څو ډاکټر ته مراجعه وکړي.

ورته وخت کې «صدر عقلي او عصبي روغتون» کې د رواني ناروغیو متخصص عبدالواحد رهنورد وویل چې ژور خپګان د انسان د ژوند پر ټولو اړخونو اغېز کوي، یو افسرده انسان خپل ځان، خپلې کورنۍ او خلکو ته ستونزې پیدا کوي، د ژوند په ټولو چارو کې له ستونزو سره مخ وي او خپل راتلونکي ته ناهیلی وي، نه شي کولای چې ټولنیزې اړیکې ټینګې کړي.

نوموړي وویل چې ژور خپګان په زړه تنګوالي، روزمره چارو ته په بې‌علاقه‌ګۍ او د خلکو پر خبرو له بې‌حوصلې والي پیلېږي، کله چې یاده ناروغي پرمختللې کېږي، شخص کې د ځان‌وژنې لېوالتیا رامنځته کېږي چې دا د ژور خپګان پرمختللی ډول دی او باید درملنه یې وشي.

هغه وایي چې ښځو او نارینه‌وو کې د ژور خپګان عوامل مشترک دي، خو په نړۍ کې دوه برابره په دې ناروغۍ اخته کسان ښځې دي.

د هغه په خبره، یاده ناروغي بېلابېل عوامل لري لکه ټولنیز، اقتصادي، بیولوژیکي او ارثي.

نوموړی وایي چې کورنیو او ټولنه کې ځيني محدودیتونه، امیدواري او زېږون هغه لاملونه دي چې له امله یې د نارینه‌وو په نسبت ‎ښځو کې ژور خپګان ډېر وي.

د هغه په خبره، د ورځې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ رواني ناروغان دوی ته مراجعه کوي، له دې ډلې ۵۰ سلنه یې د ژور خپګان له امله مراجعه کوي او ډېر یې ښځې دي.

هغه وایي چې پر دې ناروغۍ اخته ډېر مراجعین هغه نجونې دي چې له تعلیم او تحصیله محرومې پاتې دي.

هغه زیاته کړه، د دې ناروغۍ په اړه کم پوهاوی، د دولتي او نړۍوال ټولنیز ملاتړ نشتوالی، نه درملنه او داسې نور د دې لامل شوي چې نړۍ کې د ژور خپګان ناروغي کچه لوړه شي.

ډاکټر رهنورد وایي چې په دې برخه کې باید د پوهاوي کچه لوړه شي څو په اړه یې خلک معلومات ولري.

دی له اسلامي امارته غواړي چې د عامه پوهاوي پروګرامونو پراخولو ترڅنګ د روان درملنې مرکزونو جوړولو ته لومړیتوب ورکړي.

نوموړی هم ژور خپګان د درملنې وړ بولي او له هغو کسانو چې پرې اخته دي، غواړي چې ډاکټر ته مراجعه وکړي.

هغه ناروغان چې تر درملنې لاندې نیول شوي خوښ دي

پر ژور خپګان یوې اخته نجلۍ مژده محمدي چې د درملنې په موخه «اکسون عقلي او عصبي روغتون» ته راغلې، پژواک ته وویل چې په پوهنتونونو کې د نجونو زده‌کړو د بندیز له امله پر ژور خپګان اخته شوې وه او ورځ تر بلې یې حالت خرابېده.

نوموړې چې مخکې له درملنې له دوامدارې سردردي، له ژوند سره بې‌علاقه‌ګي او بی‌حوصله‌ګي سره مخ وه، خو له یوې میاشتې راهیسې تر درملنې لاندې ده او اوس یې حالت مخ په ښه کېدو دی.

نوموړې له اسلامي امارته وغوښتل چې نور د نجونو د زده‌کړو او کار مانع نه شي.

دې له هغو ښځو او نجونو چې پر دې ناروغۍ اخته دي وغوښتل، کله چې په ځان کې د ژور خپګان نښې ویني، باید ژر ډاکټر ته مراجعه وکړي.

ورته وخت کې د کابل ښار یوه اوسېدونکي محمد اصغر چې د خپل ځوان ورور له مړینې وروسته پر ژور خپګان او رواني ناروغي اخته شوی و، وویل: «کله چې مې ورور د سرطان له امله ومړ، ژوند خوند نه راکاوه، له هر شي مې بد راتلل، ان له خپلو اولادونو مې هم بد راتلل، خو وروسته له دې چې درملنه مې پیل شوې، الحمدلله ښه یم.»

هغه چې نه یې غوښتل انځور یې واخیستل شي، پر ژور خپګان له اخته ناروغانو وغوښتل چې ډاکټر ته مراجعه وکړي او پرې نه ږدي چې وضعیت یې ډېر خراب شي.

Views: 125

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version