ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زده‌کړو نړۍواله ورځ؛ «ا.ا دې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي»

25 Jan 2024 - 16:43
ارشیف
25 Jan 2024 - 16:43

کابل (پژواک، ۵ سلواغه ۱۴۰۲): د زده‌کړو نړۍوالې ورځې سره هم‌مهاله یو شمېر نجونې د خپل راتلونکي په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ، له اسلامي امارته غواړي چې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د دوی پر مخ پرانیزي.

د جنوري ۲۴مه د زده‌کړو له نړۍوالې ورځې سره برابره ده چې په ډېری هېوادونو کې لمانځل کېږي او د نجونو او هلکانو پر زده‌کړو ټینګار کېږي.

دغه ورځ داسې مهال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې لمانځل کېږي چې په افغانستان کې واک ته د اسلامي امارت له بیا رسېدو سره په دغه هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې د نجونو پر مخ وتړل شوې.

د کابل د دیارلسمې ناحیې اوسېدونکې ۲۳ کلنه حبیبه چې د کابل د طبي پوهنتون د قابلګۍ د درېیم کال محصله وه وايي: «یو کال وشو چې په کور کې بې‌برخلیکه پاتې یو، موږ نجونې له اسلامي امارته غواړو چې د پوهنتونونو دروازې د نجونو پرمخ پرانیزي.»

هغې زیاته کړه، هیله یې درلوده چې د زده‌کړو له پای ته رسولو وروسته به ښځو ته خدمت کوي او ان چمتو وه چې د هېواد لرو پرتو او له خدماتو بې‌برخې سیمو ته ولاړه شي؛ ځکه چې د هېواد په لرو پرتو سیمو کې د ښځینه قابلو شمېر لږ وي.

په ورته مهال، ناهید قلندري چې په مشعل پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي د دویم کال زده‌کړیاله وه وویل: «له یو کاله ډېر وخت تېر شو خو تر اوسه پوهنتون ته د تګ اجازه نه لرو، پوهنتون ته زموږ پر تګ بندیز ما ډېره ځوروي.»

هغه ښوونه او زده‌کړې خپل حق ګڼي او وايي: «هره شپه په داسې هیله ویده کېږم چې ښايي سبا یو ښه خبر واورم چې زموږ پوهنتونونه به بېرته پرانیستل شي خو ورځې تېرېږي او له پرانیستو یې هېڅ خبر نشته.»

هغې د افغانستان له اسلامي امارته وغوښتل: «زه او نورې نجونې غواړو د اسلامي حجاب په مراعاتولو سره درس ووایو، له اسلامي امارته زموږ نجونو غوښتنه دا ده چې د پوهنتونونو او ښوونځیو دروازې راته خلاصې کړي او دغه ترخه تمه مو پای ته ورسوي.»

د ښوونځیو زده‌کوونکې هم ورته غوښتنه لري.

مدینه چې کابل ښار کې د یوه خصوصي ښوونځي زده‌کوونکې وه وايي: «څه باندې دوه کاله وشول چې ښوونځي ته نه ځو او معلومه هم نه ده چې ښوونځي به څه وخت زموږ پرمخ خلاص شي، زموږ د دورې هلکان لسم ټولګي ته تللي، خو زموږ نجونو برخلیک معلوم نه دی.»

هغه له دې امله چې ښوونځی تړل شوی، اوس کابل ښار کې په یوه دیني مدرسه کې د قرانکریم حفظ کوي.

هغه هم له اسلامي امارته غواړي چې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پرمخ پرانیزي.

دغه راز د کابل د قلعه‌زمان خان لېسې د نهم ټولګي زده‌کوونکې یلدا هم د خپلو درسونو درېدو ته اندېښمنه ده او وايي: «که اسلامي امارت زموږ پر درسونو بندیز نه وای لګولی، اوس زه فارغېدم، دوه کاله عمر مو بې‌ځایه تېر شو.»

هغې وویل، په لومړیو کې په دې هیله چې خامخا به ښوونځي بېرته پیلیږي، درسونه یې په کور کې تکرارول، خو د دغه بندیز په اوږدېدو سره یې لېوالتیا کمه شوې او خپل راتلونکي ته اندېښمنه ده.

هغه هم د نجونو پرمخ د ښوونځیو بېرته پرانیستو غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې نړۍوالو بنسټونو د زده‌کړو د نړۍوالې ورځې په مناسبت یو ځل بیا په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو پر حق ټینګار کړی او د دوی پرمخ یې د ښوونځیو پرانیستو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا هم د زده‌کړو د نړۍوالې ورځې په مناسبت زده‌کړو ته د ټولو د لاسرسي غوښتنه کړې ده.

هغې ویلي: «په افغانستان کې ښوونه او روزنه د ټولو، نجونو او هلکانو، ښځو او سړیو لپاره تر یوه حق اړینه ده، دا د افغانستان د راتلونکي لپاره یو اساس دی.»

د اسلامي امارت مسوولینو تل ویلي چې د نجونو د زده‌کړو بندیز دایمي نه دی او د شرایطو په برابرېدو سره به د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي.

Views: 144

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version