Language

خیبر پښتونخوا کې چاودنه؛ دوه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي

کابل (پژواک، ۲۷ سلواغه ۱۴۰۴): د پاکستان رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پولیسو یوې پوستې ته نږدې چاودنه کې دوه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

اج ټلوېزیون نن د یوه راپور په خپرولو ویلي، د بنو ښار د میریان پولیسو پوستې ته نږدې چاودنه شوې چې له امله یې د یوه ماشوم په ګډون دوه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

سرچینې لیکلي، د لومړنيو معلوماتو له مخې، چاودنه د هغو چاودېدونکو توکو له امله شوې چې پر موټرسایکل ځای پر ځای شوي وو.

په راپور کې د سیمه‌ییزو چارواکو له قوله لیکلي شوی چې د پېښې څرنګوالی او اصلي لامل به له څېړنو وروسته معلوم شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.