Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د فراه ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د یوه کور د خونې چت لوېدو پېښه کې شپږ ماشومان مړه او د یوې ښځې ترڅنګ اته نور ټپیان شوي دي.
د فراه امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کې د کوکنارو ۱۰۹ جریب کښت او ۲۴۰۰ کیلوګرامه نشهيي توکي له منځه وړل شوي دي.
د فراه په ګلستان ولسوالۍ کې دوه ښوونځي چې ۱۴ کاله مخکې د ښوونکو نشتوالي له امله تړل شوي وو، بېرته پرانيستل شول او ۹۰۰ ماشومانو ته پهکې د زدهکړو زمینه برابره شوه.
د فراه یو شمېر اوسېدونکي وايي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د پسه يوې کيلو غوښې بيه له ۳۵۰ څخه ۴۵۰ افغانيو ته لوړه شوې ده.
د فراه امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۲۳۹ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او ترلاسه شوي دي.
حکومتي مسوولین وايي چې په فراه کې یو کس د سېلابونو او په لوګر کې یو ماشوم سیند ته د لوېدو له امله مړه شوي دي.
د فراه په پرچمن ولسوالۍ کې پر یو شمېر کارګرانو پاڼ رالوېدلی چې له امله یې یو کس مړ او شپږ نور ټپيان شوي دي.
فراه کې سیمهییز مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د لومړي ځل لپاره د بخشاباد په نوم د اوړو تولید یوې کارخونې د ۱۴ میلیون افغانیو په پانګونې سره فعالیت پيل کړ.
د فراه ولایت د مرکز – خاکسفید ولسوالۍ د ۵۵ کیلومتره سړک هوارولو، جغلاچونې او پلګوټو جوړولو چارې پيل شوې.
د فراه ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ښار کې د پارکینګونو کموالی او پارکینګونو کې د موټر نه درولو فرهنګ د دې لامل شوی چې ګڼه ګوڼه ډېره او خلکو ته په تګ راتګ کې ستونزې جوړې شي.
ځايي مسوولین وايي چې په ننګرهار او فراه ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه شوي دي.
د فراه حکومتي مسوولین وايي چې وروستیو ورښتونو او سېلابونو په دغه ولایت کې اووه کسان مړه کړي، څه باندې پنځه زره د سولر تختې يې ماتې کړي او لس زره جریبه کرنیزه ځمکه يې ویجاړه کړې ده.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن