په خوست کې د لاسي صنايعو جوړوونکي او کاروباريان وايي چې د تولید کچه يې لوړ ده خو د خرڅلاو لپاره يې بازار نشته دی.
د خوست عامې روغتيا رياست وايي، له تېرو دوو کلونو راهيسې د ليوني سپي هيڅ واکسين نه لري، په داسې حال کې چې دوی سره په اوسط ډول هره مياشت د ليونيو سپيو د داړلو ۳۰۰ پېښې ثبتيږي.
د خوست ښاروالۍ وايي چې په خوست ښار کې د ۱۵۰ امريکايي ډالرو په لګښت د يوې رغنيزې پروژې چارې پيل شوې.
په خوست ښار کې د ۵۴ ميليونه افغانيو په لګښت د درېيو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې.