د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی به نن دغه هېواد ته سفر وکړي.
د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې چاودنه شوې چې د څلورو ماشومانو په ګډون یې پنځه کسان وژلي او ۱۴ نور ټپیان دي.
د المپیک ملي کمېټې، د بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د بدن ښکلا او فټنس، سنوکر او د قوتالرمي ورزشکاران چې په نړۍوالو سیالیو کې یې مډالونه ګټلي وو، وستایل.
د کابل ښاروالۍ په تېرو درېیو کلنو کې د بشپړو شوو پروژو عکسونو لپاره د کابل ښار په زرنګار پارک کې د «کابل نوی انځور» په نوم نندارتون جوړ کړی چې درې ورځې به پرانیستی وي.
افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام مسوولینو د کابل له والي سره په لیدنه کې ویلي چې دغه ولایت کې له ۷۱ زره کورنیو سره مرستې کوي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د درې نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې درېیمه لوبه کې بنګلهدېش ته ماتې ورکړه او په دې سره یې لوبلړۍ دوه پر یو وګټله.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن ماسپښین له بنګلهدېش سره د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ وروستۍ لوبه کوي.
د افغانستان ملي لوبغاړي صالح محمد محمدي د سنوکر نړۍوالو سیالیو نیمه پایلوبې ته لار ومونده او نن د ویلز هېواد له لوبغاړي سره نیمه پایلوبه ترسره کوي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن له بنګلهدېش سره خپله دویمه لوبه کوي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړی محمدنبي وایي چې له یو ورځنیو نړۍوالو لوبو استعفا کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډله د درې نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه له بنګلهدېش سره کوي.
کورنیو چارو وزارت ته امنیتي سلاکار، پروان ولایت ته والي او مرستیال، دغه راز تخار، سرپل او غور ولایتونو ته نوي مرستیالان وټاکل شول.