کابل (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۳): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د هېواد د کرکټ ملي لوبډله د درې نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې نن خپله لومړۍ لوبه له بنګلهدېش سره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې افغان لوبډله نن د کابل په وخت د ماسپښین په دوهنیمو بجو د بنګلهدېش پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
همدارنګه افغان لوبډله به خپله دویمه لوبه د روانې نومبر میاشتې په ۹مه او درېیمه لوبه به بیا د همدې میاشتې په ۱۱مه له بنګلهدېش سره ترسره کړي.
د یادونې ده چې د افغانستان او بنګلهدېش کرکټ لوبډلو ترمنځ دغه سیالۍ د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP