ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې په ګډون د اتو هېوادونو ترمنځ د ځوانانو «ایمرجېنګ» اسیا جام شلاوریزې سیالۍ سبا په عمان کې پیل شي.
د افغانستان د والیبال فدراسیون وایي چې د هېواد د والیبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا زون سیالیو کې د ګډون په موخه ازبکستان ته لاړه.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وایي چې د ګوزڼ یا پولیو واکسین د تطبیق پروګرام به د هېواد په ټولو سیمو او بانډو کې د مساجدو له لارې پلی شي.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د هېواد کرکټ الف لوبډله (افغان ابدالیان) نن له هانګکانګ لوبډلې سره پایلوبه ترسره کوي.
په کابل کې د ۱۲ ولایتونو لوبډلو ترمنځ د باسکټبال ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو د ټاکلو په موخه ملي سیالۍ پیل شوې.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي چې د هېواد کرکټ الف لوبډله (افغان ابدالیان) د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه له عمان سره کوي.
په کابل کې د اتو ولایتونو د لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ نن پیل شوې چې دوه ورځې به دوام ولري.
له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي اداره وایي چې د دې ادارې سرپرست په کابل کې د چین له سفیر سره په لیدنه کې له یاد هېواده په تخنیکي، ترانسپورټي او نورو برخو کې د همکاریو غوښتنه وکړه.
د چارو ادارې ریاست وایي چې له نشهیي توکو سره د مبارزې کمېسیون د طرزالعمل مسوده وروستۍ شوه او د توشیح لپاره به د اسلامي امارت مشرتابه مقام ته ولېږل شي.
د مالیې وزارت وایي چې له تېرې ادارې پر نظام د یو شمېر کورنیو خصوصي بنسټونو د پاتې پورونو ۸۵۰ میلیونه افغانۍ یې ورکړې دي.
د فوټسال نړۍوال جام سیالیو پایلوبه د برازیل او ارجنټاین ترمنځ نن ترسره کېږي.
راپورونه وایي چې په شمالي وزیرستان کې د وسلهوالو په برید کې شپږ پوځيان وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي.