د افغانستان برېښنا شرکت مسوولین وایي، په بندونو کې د اوبو د کمښت له امله د برېښنا د تولید کچه ټیټه شوې چې له امله به يې له دې وروسته په کابل او ولایتونو کې د برېښنا پرچاوي ډېره شي.
کابل (پژواک، ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت وایي، اسلامي امارت د سیمې امنيت خونديتوب او د همکاریو پراخوالي په تړاو د هرې غونډې
ټاکل شوې د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د کرکټ درېيو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ سبا پیل شي.
د افغانستان د بدن ښکلا او فټنس فدراسیون وایي، د مالدیف په کوربهتوب د سوېلي اسیا د بدن ښکلا سیالیو کې د ګډون په موخه شپږ افغان ورزشکاران نن دغه هېواد ته سفر کوي.
د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (يوناما) وایي، د ۲۰۲۳ – ۲۰۲۵ کلونو لپاره یې يو ستراتیژیک چوکاټ جوړ کړى چې د افغانانو د ملاتړ په برخه کې د دغه سازمان لومړیتوبونه په ګوته کوي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د درېيو یو ورځنیو سیالیو ترسره کولو په موخه بنګلهدېش ته رسېدلې ده.
په مغولستان کې د شپږو هېوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو د یوې ناستې پر مهال له سرپرست حکومته غوښتي چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو لګول شوي محدودیتونه دې لرې کړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي، په نړۍ کې نږدې ۱۳۰ میلیون نجونې ښوونځي ته لاسرسی نه لري چې له نیمایي ډېرې يې په بحرانځپلو هېوادونو کې ژوند کوي.
د افغانستان د غالیو د تولید او صادرولو اتحادیه وایي، تېر ۱۴۰۱ لمریز کال د غالیو صادراتو کچه د وړم کال په پرتله نږدې ۵۵ سلنه لوړه وه او هم یې د اوبدونکو شمېر ډېر شوى دی.
د راپورونو له مخې، د ازادو سیالیو (فري فایټ) افغان لوبغاړي شېرشاه مبارز خپل ترکي سيال ته ماتې ورکړه.
ډاکټر محمداسماعیل وردګ په امریکا کې د اورتوپيدي غوره جایزه ګټلې او ټاکل شوې د روان ۲۰۲۳ کال په اکتوبر میاشت کې د یوې خیریه ټولنې له خوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ورته وسپارل شي.
د اسیا د ملتونو جام ته د فوټسال مقدماتي پړاو سیالیو لپاره ګروپونه وټاکل شول چې افغانستان له اندونیزیا، سعودي عربستان او ماکایو سره په یو ګروپ کې لوبېږي.