ترکیې هغه ۲۲۷ افغان کډوال بېرته افغانستان ته رالېږلي چې په ناقانونه ډول دغه هېواد ته ورغلي وو.
د اسلاماباد عالي محکمې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان د دوو اوونیو لپاره په ضمانت خوشی کړی دی.
د افغانستان ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې د ټایلنډ په کوربهتوب د اسیايي سیالیو په لړ کې خپله پنځمه لوبه کې د اماراتو لوبډلې ته هم ماتې ورکړه.
د کورنیو چارو وزارت وایي، له نشهیي توکو سره د مبارزې پولیسو په ۱۱ ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال د کوکنارو ۱۵۹۱ جریب کښتونه اړولي دي.
د کورنیو چارو وزارت وایي، پولیسو په بلخ، کابل، هرات، بغلان، کندوز، غزني او خوست ولایتونو کې د غلا، تښتونې، ناقانونه وسلې ساتلو، دوکهبازۍ او اخلاقي فساد په تړاو ۳۸ کسان نیولي دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، افغان کرکټ ملي لوبډلې د نړۍوالو یو ورځنیو لوبو په تازه ډلبندۍ کې اتم مقام خپل کړی دی.
د افغانستان ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې د تایلنډ په کوربهتوب د اسیايي سیالیو په لړ کې تایوان لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پایلوبې ته لاره ومونده.
د کرکټ نړۍوالې شورا په خپل نوي وړاندیز شوي پلان کې د افغانستان کرکټ بورډ لپاره په راتلونکو څلورو کلونو کې څه باندې ۱۶ میلیون کلنۍ بودجه په پام کې نیولې ده، په داسې حال کې چې له دې مخکې یې ۴،۸ میلیون ډالر کلنۍ بودجه ورکوله.
د سټنډرډ ملي اداره وایي، له ایران څخه وارد شوي ۱۵ ټانکره بېکیفیته تېل له فراه ولایته بېرته دغه هېواد ته ګرځول شوي دي.
د افغانستان ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې د تایلنډ په کوربهتوب، د اسیايي سیالیو په لړ کې د فیلیپین لوبډلې په ماتولو سره خپله درېیمه بریا هم ترلاسه کړه.
د کرکټ نړۍوالې شورا (ICC) د افغانستان په ګډون، د اتو هغو لوبډلو نوملړ اعلان کړ چې د روان زېږدیز کال د کرکټ پنځوس اووریز نړۍوال جام ته یې په مستقیم ډول لار موندلې ده.
د افغانستان ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې د ټایلینډ په کوربهتوب د اسیايي سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه کې هانکانګ ته ماتې ورکړه.