ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرکټ پنځوس اووریز نړۍوال جام کې په مستقیم ډول ګډون‌کوونکو لوبډلو نوملړ اعلان شو

د کرکټ پنځوس اووریز نړۍوال جام کې په مستقیم ډول ګډون‌کوونکو لوبډلو نوملړ اعلان شو

author avatar
10 May 2023 - 14:28
د کرکټ پنځوس اووریز نړۍوال جام کې په مستقیم ډول ګډون‌کوونکو لوبډلو نوملړ اعلان شو
author avatar
10 May 2023 - 14:28

کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۲): د کرکټ نړۍوالې شورا (ICC) د افغانستان په ګډون، د اتو هغو لوبډلو نوملړ اعلان کړ چې د روان زېږدیز کال د کرکټ پنځوس اووریز نړۍوال جام ته یې په مستقیم ډول لار موندلې ده.

د کرکټ پنځوس اووریز نړۍوال جام سيالۍ د روان کال په اکټوبر مياشت کې په هند کې ترسره کېږي چې لس لوبډلې به پکې ګډون ولري.

دغه‌راز سویلي افریقا وروستۍ او اتمه لوبډله شوه چې یاد جام ته یې په مستقیم ډول لار ومونده.

د کرکټ نړۍوالۍ شورا نن (د غویي ۲۰مه) په خپله فیسبوک‌پاڼه کې ویلي، په دغو لوبډلو کې هندوستان، انګلستان، نیوزلنډ، پاکستان، اسټرالیا، بنګله‌دېش، افغانستان او سویلي افریقا شامل دي.

یادې شورا همداراز ویلي، یادو اتو لوبډلو په مستقیم ډول د کرکټ پنځوس اووریز نړۍوال جام سیالیو ته لاره موندلې او دوه لوبډلې به ورته «کوالیفای» کوي.

د کرکټ نړۍوالې شورا په وینا، ویسټ‌انډیز، سریلانکا، زمبابوې، ایرلنډ، هالنډ، سکاټلنډ، عمان، نیپال، امریکا او متحده عربي امارات بیا هغه لوبډلې دي چې له یوبل سره به سیالۍ کوي او له دې ډلې به دوه مخکښې لوبډلې نړۍوال جام ته لار مومي.

د یادونې ده، افغانستان نړۍوال جام ته له مخکې لار موندلې ده خو دغه جام ته د چمتووالي په موخه له سریلانکا سره د راتلونکې جون میاشتې په لومړیو کې درې یو روځنۍ لوبې ترسره کوي.

Views: 106

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.