د غزني په ناور ولسوالۍ کې د کوچیانو او هزاره قومونو ترمنځ ۱۶ کلنه دښمني د سیمهییزو مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
په غزني کې د ۴۰ جوړو د واده ګډ مراسم ترسره شول چې د اړوندو کورنیو سلګونو نارینه او ښځینه خپلوانو په کې ګډون کړی و.
د غزني ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د خلکو له خوا د اووه میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د غزني والي وايي چې د دغه ولایت له دولتي پوهنتون څخه نوو فارغ شوو محصلینو ته په دولتي او غیردولتي ادارو کې کاري فرصتونه برابرېږي.
د غزني د بدني روزنې او ورزش مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو د سلو ورزشکارانو ترمنځ د وشو یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
د غزني د مقر ولسوالۍ په عزت کلا سیمه کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه منځني ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
د غزني سېمهییز چارواکي وایي، دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د خلکو په شخصي لګښت د شپږ میلیون افغانیو په ارزښت د یوې دیني مدرسې د جوړولو چارې پيل شوې.
د غزني په دهیک ولسوالۍ کې د شدید باران او سېلابونو له امله د استوګنې کورونه، کارېزونه، لویې لارې، کرنیز فصلونه، پلګوټي او بڼونه له منځه تللي دي.
د غزني په جغتو ولسوالۍ کې د ترافیکي پېښې له امله دوه ماشومان مړه شوي او د ښځو په ګډون اته کسان ټپیان دي.
د غزني په دهیک ولسوالۍ کې د سېلابونو راوتو له امله درې کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.
د میدانوردګو په جغتو ولسوالۍ کې د سل زره امریکايي ډالرو په لګښت یو جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په غزني کې یو کس په خپلمنځي نښته کې وژل شوی او یو بل کس بیا په اوبو کې د ډوبېدو له امله مړ شوی دی.