اسلامي امارت د ترکيې له زلزلهځپلو سره لس میليونه افغانۍ او د سوريې له زلزلهځپلو سره پنځه ميليونه افغانۍ مرسته اعلان کړه.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد هغه اوازې رد کړې چې ګواکې سعودی عربستان په کابل کې خپل سفارت بند کړی او وایي، هغوی د لنډمهاله روزنې په موخه تللي دي.
پاکستان ویلي چې د اسلامي امارت له مشرتابه سره د خبرو اترو لپاره یو پلاوی افغانستان ته لېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وايي، د اسلامي امارت پر ځینو هغو اوسنیو او پخوانیو چارواکو یې د ویزو بندیز ولګاوه چې پر ښځو او نجونو د لګول شوو محدودیتونو مسوول دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ډنمارک په پلازمېنه کې د قرانکریم د نسخې سوځول او بېحرمتي غندلې او له اروپایي حکومتونو یې غوښتي چې د کرکې خپرولو مخه ونیسي.
د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي وضعیت په اړه د نړۍوال بانک د راپور د هرکلي ترڅنګ غوښتنه کړې چې دغه بانک دې خپلې نیمګړې پروژې بېرته پیل کړي.
د بهرنیو چارو وزارت وايي، اسلامي امارت د اسراییلي پوځیانو له لوري په فلسطین کې د نهو عامو وګړو وژل کېدل غندي او له نړۍوالو غواړي چې د فلسطینیانو د حقونو ساتنې لپاره غږ پورته کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وایي، د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ویلي چې نړۍواله ټولنه د افغانستان د ستونزو حل په موخه له اسلامي امارت سره تعامل او دوه اړخیزو اړیکو ساتلو ته لېواله ده او اوس د دغه تعامل لپاره تر ټولو ښه فرصت برابر شوی دی.
د افغانستان اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد وایي، ځيني لوی هېوادونه د خپلو ناسمو پاليسيو له امله پخپله هم له دوی سره تعامل ته نه دي چمتوی شوي او نور هېوادونه هم له دې چارې منع کوي.
د ریاستالوزراء د دفتر رییس، د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ته ډاډ ورکړ چې ستونزې او وړاندیزونه به یې له مشرتابه سره شریک کړي.
اټلانټا (پژواک، ۱۶ مرغومی ۱۴۰۱): د مسلمانو علماوو نړۍوالې ټولنې ویلي چې د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه د دغې ټولنې د جګپوړو دیني عالمانو له