یوانایچسيار ویلي، ۵.۶ میلیونه افغانان د کډوالو او کډوالۍ ته ورته حالت درلودونکو کسانو او ۲۹۵ زره نور د پناهغوښتونکو په توګه په بهرنیو هېوادونو کې اوسېږي او ۳،۲۵ میلیونه افغانان د افغانستان دننه بېځایه شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو له استازو سره په لیدنه کې ویلي چې نړۍواله ټولنه دې د بشري مرستو ترڅنګ د افغانستان د خلکو پر سوداګرۍ لګولي محدوديتونه لرې کړي.
اسلاماباد کې د افغانستان سفارت وایي، پاکستاني لوري ډاډ ورکړی، هغو افغان کډوالو ته به ډېر ژر خپل هېواد ته د تلو اجازه ورکړي چې تورخم کې بند پاتې دي.
د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (يوناما) وایي، د ۲۰۲۳ – ۲۰۲۵ کلونو لپاره یې يو ستراتیژیک چوکاټ جوړ کړى چې د افغانانو د ملاتړ په برخه کې د دغه سازمان لومړیتوبونه په ګوته کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دغه هېواد ته د افغانانو د لېږدولو او هلته د ځای پر ځای کولو تړون د ۲۰۲۴ زېږدیز کال تر ډسمبر میاشتې وغځاوه.
د اسټرالیا یوې محکمې ویلي چې د دغه هېواد پر یوه سرتېري «بېن رابرټس سمېټ» په افغانستان کې د څلورو کسانو د وژلو لګول شوی تور رښتیا دی.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د افغانانو، په ځانګړي ډول د بېخایه شوو او بېرته راستنېدونکو د ملاتړ پر دوام ټينګار کړی دی.
افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان مشر وايي، دغه سازمان خپل له ۵۰ ډېر شریکان هڅولي څو له افغانانو سره روغتیايي مرستې وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، د هغو ۱۸ افغانانو مړي چې اروپا ته پر ناقانونه لارو د تګ پر مهال په بلغاریا کې یې ژوند له لاسه ورکړی وو، نن سهار کابل ته راولېږدول شول.
اوچا وايي، لوګزامبورک له افغانانو سره د مرستو په موخه د بشري مرستو صندوق ته ۳۵۰ زره یورو ورکړي دي.
د امریکا د کورني امنیت وزارت وایي، پر شرایطو برابرو افغان کډوالو لپاره چې د تخلیې پروګرام کې د بشردوستانه ویزو (Humanitarian Parole) له لارې راغلي، دوه کلنه ویزه بیا تمدیدوي، څو دغه افغانان وکولای شي چې په امریکا کې په قانوني توګه ژوند او کار وکړي.
د خوړو نړۍوال سازمان (ډبليواېفپي) وایي، په راتلونکو شپږو مياشتو کې له اړو افغانانو سره د بېړنيو مرستو لپاره ۸۰۰ ميلیون ډالرو ته اړتيا لري.