د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي اماني صندوق اعلان کړی چې لوکزامبورګ هېواد ۱.۵۶ میلیون امریکایي ډالر له افغانستان سره مرسته کړې ده.
د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د یوه ایراني شرکت مسوولینو په افغانستان کې د اوبو، ډبرو سکرو، ګاز او لمر له سرچینو څخه د برېښنا د تولید پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په دویمه ټېسټ لوبه کې زمبابوې ته د ۷۲ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د کاناډا حکومت د ځینو امنیتي دلایلو له مله له خپلو اتباعو غوښتي چې افغانستان ته له سفر کولو ډډه وکړي خو اسلامي امارت وایي، افغانستان اوس امن دی او په دې اړه اندېښنې بېځایه دي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، افغان کرکټ ملي لوبډله به نن له زمبابوې سره دویمه ټېسټ لوبه ترسره کړي.
د خوړو نړۍوال پروګرام اعلان کړی چې جنوبي کوریا په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د رسېدنې لپاره له دغه پروګرام سره پنځه میلیون امریکايي ډالر مرسته کړې ده.
د پېښو پر وړاندې د چمتووالي ملي اداره وايي چې روان ميلادي کال په هېواد کې ۱۵۲ کیلومتر مربع ځمکه له ماینونو او ناچاوده توکو پاکه شوې او زیاتوي چې په دې موده کې د دغو توکو په چاودنو کې ۱۴۹ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۴۰۴ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت وايي، د ایران رېل پټلۍ له لارې د چین د ترانزیټي توکو لومړنۍ محموله د هرات ولایت روزنک تمځای ته ورسېده.
اسلامي امارت پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل د ۴۵ مې کالیزې په مناسبت خپره کړې اعلامیه کې د یاد یرغل په مقابل کې د افغانانو مېړانه او سرښندنې ستایلې دي.
د ریاستالورزاء سیاسي مرستیال وایي، اسلامي امارت په افغانستان کې هیڅ وسلهوالې ډلې ته د فعالیت اجازه نه ورکوي او په خبره یې چې پر افغانستان د ناسمو تورونو لګول هم ګټه نه لري، بلکې د اړیکو د خرابېدو او تاوتریخوالي سبب کېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د کرکټ ملي لوبډله سبا له زمبابوې لوبډلې سره د دوو ټېسټ سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه کوي.
د ترکیې د ترانسپورټ وزارت ویلي، د دغه هېواد د بشردوستانه مرستو یوویشتمه جوپه چې تر اووه سوه ټنه ډېر خوراکي او غیرخوراکي توکي پکې شامل دي، افغانستان ته واستول شوه.