افغان کرکټ ملي لوبډلې روان میلادي کال له ایرلینډ، سوېلي افریقا، بنګلهدېش او زمبابوې لوبډلو څخه درې د یو ورځنیو او دوه د شلاووریزه سیالیو لوبلړۍ ګټلې دي.
اروپایي ټولنې له افغانستان سره د هر اړخیزې او پایدارې اقتصادي ودې د ترویج او پر بشري مرستو د اتکا کمېدو لپاره د ۱۹،۸ میلیون یورو مرستې خبر ورکړی دی.
د افغانستان او ترکمستان بهرنیو چارو وزیرانو د ټاپي نللیکې له چارو لیدنه کړې او ترڅنګ یې د دې پروژې کارونو د چټکتیا او د ویزې او ترانسپورټي برخو کې د اسانتیاوو رامنځته کېدو په اړه هم خبرې کړې دي.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي، هېواد ته د ازبکستان وارداتي برېښنا د تخنيکي ستونزو او د ترکمنستان وارداتي برېښنا د توپان له امله پرې شوې ده.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به نن له زمبابوې لوبډلې سره د شلاووریزې لوبلړۍ وروستۍ او برخلیکټاکونکې لوبه ترسره کړي.
د افغانستان په کچه د چرګانو د تولید لس زره فارمونه فعال دي چې په ورځني ډول ۱۷۰۰ ټنه غوښه تولیدوي، حال دا چې د هېواد اړتیا د ورځې ۱۶۰۰ ټنه ده.
د سویډن د همکاریو نړۍوال پراختیايي اژانس د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړي وجهي (اماني) صندوق سره نهه میلیون امریکايي ډالر چې ۱۰۰ میلیونه کرون کېږي، مرسته کړې ده.
د راپورونو له مخې، د ټولیز امنیت تړون سازمان (CSTO) د افغانستان د نظامي او سیاسي وضعیت په اړه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې غونډه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې بلغارستان له افغانستان سره ۳۰ زره یورو چې معادل یې څه باندې ۳۱ زره ډالر کېږي، مرسته کړې ده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سوریه کې د اسرائیلي ځواکونو بمبارۍ غندلي او دغه کار یې د سوریې د خپلواکۍ څرګند نقض بللی دی.
اوچا اعلان کړی چې د روان میلادي کال له پیله تر ډسمبر میاشتې پورې یې د افغانستان لپاره نږدې ۸۵۹ میلیون ډالر مرسته ترلاسه کړې چې څه باندې دوه میلیارد نورو ډالرو ته هم اړتیا ده.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه د نړۍوال بانک موندنې له عیني واقعیتونو لرې بللې او ويلي یې دي، غوره ده چې نړۍواله ټولنه د حقایقو په واقعي درک سره له افغان حکومت سره مثبت تعامل ته مخه کړي.