کابل (پژواک، ۲۳ لېندۍ ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي چې بلغارستان له افغانستان سره ۳۰ زره یورو چې معادل یې څه باندې ۳۱ زره ډالر کېږي، مرسته کړې ده.
اوچا پرون (پنجشنبه) پر خپله اېکسپاڼه کې د دې مرستې خبر ورکړی.
سرچینې لیکلي چې دغه اندازه پیسې د ۲۰۲۴ کال لپاره د افغانستان د بشري مرستو صندوق ته سپارل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د لېندۍ په ۱۴ مه د روسیې د بیړني حالت وزارت هم ویلي وو چې د دغه هېواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین په لارښوونه یې د بشري مرستو پنځمه جوپه افغانستان ته استولې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP