اروپايي ټولنه وايي چې دوی له افغانستان سره د نږدې ۱۰۰ ټنه طبي تجهیزاتو مرسته کړې ده.
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي چې اروپايي ټولنې ۲۵ میلیون یورو (څه باندې ۲۶ میلیون امریکايي ډالره) له افغانستان سره مرسته کړې ده.
هرات د څو لویو پروژو لکه د ټاپي پروژې د عملي چارو د پیل په درشل کې دی، د دې پروژې پیلېدو هېوادوال، په ځانګړي ډول هراتیان ډېر هیلهمن کړي دي.
سوېلي افریقا د افغانستان پر وړاندې د کرکټ د درېیو یو ورځنیو سیالیو د ترسره کولو لپاره خپله ملي لوبډله اعلان کړه.
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، له پاکستان سره يې د «تاد» په نوم يو تړون لاسلیک کړی چې له مخې يې دواړو هېوادونو ته د سوداګريزو لاريو د تګ راتګ اجازه ترلاسه شوې ده.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي چې د هېواد د فوټسال ملي لوبډله نن له مراکش سره دوستانه لوبه ترسره کوي.
د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، له افغانستان سره یې د ۲۰ ټنه درملو او طبي تجهیزاتو مرسته کړې او د پنځو ولایتونو روغتیايي مرکزونو ته به ورکړل شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږيکوونکی دفتر (اوچا) وايي چې ناروې له افغانستان سره ۱،۸ میلیوان امریکايي ډالر مرسته کړې ده.
تېره اونۍ م.م له ا.ا سره د تعامل پر دوام ټینګار وکړ، قرغیزستان «طالبان» د ممنوعه ډلو له نوملړه حذف کړل او د امنیت شورا ۱۲ غړو د امر بالمعروف قانون په اړه اندېښنه وښوده، خو روسیې، چین او الجزایر په دې اړه اعلامیه نه ده لاسلیک کړې.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د ټایلېنډ په کوربهتوب د کانټینینټال پنځه اړخیزو سیالیو کې د درېیم مقام په ګټلو سره د برنزو مډال ترلاسه کړ.
د عامې روغتيا وزارت د لومړنيو روغتيايي خدمتونو ریيس وايي چې لا هم د ټول هېواد ۲۵ سلنه سيمې سپینې دي او خلک یې روغتيايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
د «چین مرکزي اسیا د نفت او ګاز شرکت» رییس له بلال کریمي سره کتنه کې په افغانستان کې د نفتو د استخراج چارو چټکتیا او پراختیا په اړه غږېدلی او ویلي یې دي چې په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته د ۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت ماشینري ولېږي.