کابل (پژواک، ۱۸ وږی ۱۴۰۳): د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږيکوونکی دفتر (اوچا) وايي چې ناروې له افغانستان سره ۱،۸ میلیوان امریکايي ډالر مرسته کړې ده.
اوچا نن (یکشنبه) پر اېکسپاڼه د یوه پیغام په خپرولو لیکلي چې ۲۰ میلیون کرون مرسته چې معادل یې ۱.۸ میلیون ډالر کېږي، د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره شوې ده.
دغه بنسټ زیاته کړې چې ناروې د څو کلن مرستهکوونکي هېواد په توګه د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره له تېرو لسو کلونو راهیسې څه باندې ۱۸۹ میلیون کرون مرسته کړې ده.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې سویډڼ هم له افغانستان سره ۶.۸ میلیون امریکايي ډالر مرسته کړې وه.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن