Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د راپورونو له مخې، د امریکا د کلیفورنیا ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله ۳۵۰ زره هکتاره ځمکه سوځېدلې ده.
د نورستان ولایتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ د مشپې سیمې په ځنګلونو کې لګېدلی اور یې مهار کړی خو ځایي خلک بیا وايي، اور لا هم د پراخېدو په حال کې دی.
د کابل ښار دویمې امنیتي حوزې اړوند بهارستان سیمه کې د اورلګېدنې له امله د یوه مارکېټ سوځېدو ترڅنګ یوې ښځې خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو کس ټپي شوی دی.
د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونو په هاوايي ټاپو کې په تېرو درېیو اونیو کې د طبیعي اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۳۸۸ کسان مړه یا هم نادرکه شوي دي.
د هلمند ځایي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د موټرسایکلونو یوه پلورنځي کې د اورلګېدنې له امله ۱۳ میلیونه افغانۍ زیان اوښتی دی.
طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، د کونړ او نورستان په ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله پر ۱۹۰ جریب ځمکه ځنګلونه سوځېدلي دي.
په هرات کې ځايي سرچینې وايي، په «قصر هرات» مارکېټ کې –چې د دغه ولايت په مرکز کې د جامو پلورلو يو ستر مرکز دی- اورلګېدنه رامنځته شوې او د مهارولو لپاره یې هڅې روانې دي.
د عامې روغتیا وزارت وايي، روغتيايي ډلو په سالنګ کې د اورلګېدنې له پېښې تر اوسه ۳۷ ټپيان روغتيايي مرکزونو ته لېږدولي او ۳۱ «شهيدان» د پېښې له سيمې ايستل شوي، خو دغه شمېرې وروستۍ نه دي.
د کابل امنیه قومانداني د جزئیاتو له ورکولو پرته وايي چې د کابل ښار په میرویس میدان کې اورلګېدنې مالي زيانونه اړولي او دوه کسان په کې برسېرن ټپيان شوي دي.
د جوزجان ولایت د اطفايې امر د دغه ولایت د فیضاباد ولسوالۍ په «بالامردیان» کلي کې د اورلګېدنې د مهارولو خبر ورکوي، خو وايي چي لاهم د دغې اورلګېدنې لامل معلوم نه دی.
. . .
د کونړ ولایت ماڼوګي ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، له تېرې ورځې راهیسې د اوردیش تنګي د نښترو په ځنګله کې اور لګېدلی او اوس هم دوام لري؛ خو چارواکي بيا اورلګېدنه ردوي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن