منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۴۷ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
موضوع

اورلګېدنه

۲۶ راپورونه

راپورونه

د فرانسې په سوېل‌لوېدیځ کې اورلګېدنه؛ له ۱۰ زره ډېر کسان له سیمو وایستل شول

فرانسوي چارواکي وایي، د دغه هېواد په سوېل‌لوېدیځ کې د ځنګله د اور چټک خپرېدو له امله، له ۱۰ زره ډېر کسان له ګواښ سره مخ سیمو ایستل شوي دي؛ دغه اور شاوخوا دوه زره هکټاره ځمکه سوځولې او ۵۰۰ اوروژونکي یې د مهارولو هڅه کوي.

په مالیزیا د صباح ایالت کې اورلګېدنه؛ شاوخوا زر کورونه ویجاړ او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي

د مالیزیا د صباح ایالت په یوه پراخه اورلګېدنه کې شاوخوا زر کورونه ویجاړ شوي او زرګونه کسان بې‌ځایه شوي دي. د رویټرز د راپور له مخې، دا اورلګېدنه نن د بورنیو ټاپو د صباح ایالت د سنداکان سیمې په…

غړي

جلال‌اباد کې د تېرې شپې اورلګېدنې له امله د درې ميليون افغانيو په ارزښت مبایلونه او نور توکي سوځېدلي

د ننګرهار ولايت امنيتي مسوولین وايي، د جلال‌اباد ښار د تالاشۍ څلور لارې په ځمکتلي کې د تېرې شپې اورلګېدنې له امله د درې ميليون افغانيو په ارزښت مبایلونه او نور توکي سوځېدلي دي.

د نورستان یوه ځنګله کې اور لګېدلی

د نورستان ولایتي چارواکي وايي، د دغه ولایت د نورګرام ولسوالۍ د مشپې سیمې په ځنګلونو کې لګېدلی اور یې مهار کړی خو ځایي خلک بیا وايي، اور لا هم د پراخېدو په حال کې دی.

نور راپورونه