ژبه

د الجزایر په یوه روزنتون کې اورلګېدنه؛ ۱۱ کسان مړه او ۱۹ نور ټپیان دي

france 24

احمد صهیب حسرت

۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۱۵:۴۱

Views: ۸

 کابل (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۵): د راپورونو له مخې، نن سهار د الجزایر پلازمېنې الجزیرې ته نږدې په یوه روزنتون کې د اورلګېدنې له امله د ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

د رویټرز په راپور کې د دغو څرګندونو تر څنګ راغلي چې دغه پېښه د الجزیرې په محمدیه سیمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ژغورنې ډلو پنځه معلول کسان له روزنتون څخه روغ رمټ ایستلي دي.

د محمدیه سیمې ۵۸ کلن اوسېدونکي الیاس ګبریني، چې د اورلګېدنې شاهد و، ویلي چې د سیمې اوسېدونکي د اورلګېدنې له خبرېدو وروسته له خپلو کورونو راووتل او د پېښې ځای ته ورغلل.

هغه ویلي: «دا رښتیا هم ډېره دردوونکې پېښه ده؛ په خپلو سترګو د داسې حالت لیدل اسانه نه دي.»

الجزایر په وروستیو ورځو کې د سختې ګرمۍ له څپې سره مخ دی.

د الجزایر دولتي خبري اژانس«APS»  د ملکي خوندیتوب د عمومي ریاست په حواله راپور ورکړی چې د جولای له اتمې راهیسې، د ملکي خوندیتوب ځواکونو په ټول هېواد کې ۹۱۳ اورلګېدنې مهار کړې دي.