کابل (پژواک ۹ غويی ۱۴۰۴): چينايي رسنيو راپور ورکړی چې د دغه هېواد د لیویانګ ښار په یو رسټورانټ کې نن د اورلګېدنې له امله ۲۲ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.

د چين دولتي خبري اژانس شينهوا د راپور له مخې، یاده اورلګېدنه په ځایي وخت نن غرمه شاوخوا دولسنیمې بجې د چین شمالختیځ لیونینګ ولایت په لیویانګ ښار کې رامنځته شوې ده.

سرچينه زیاتوي، د یادې اورلګېدنې له امله ۲۲ کسان مړه شوي او درې نور ټپیان دي.

د پېښې د لامل په اړه تر دې دمه څه نه دي ویل شوي.

په راپور کې راغلي چې د چين ولسمشر شيجین پینګ د یادې اورلګېدنې د ټپیانو پر ښې درمنلې ټينګار کړی دی.