ژبه

د ټایلنډ د پلازمېنې یوه شراب‌خونه کې اورلګېدنه؛ ۲۷ کسان مړه او ۶۳ نور ټپیان شوي

احمد صهیب حسرت

۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵ - ۰۹:۰۳

Views: ۵

کابل (پژواک، ۲۲ چنګاښ ۱۴۰۵): د ټايلنډ د پلازمېنې بنکاک ښار په يوه شراب‌خونه کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۷ کسان مړه او ۶۳ نور ټپيان شوي دي.

د رویټرز د راپور له مخې، دغه اورلګېدنه پرون شپه ناوخته د بنکاک ښار په شمال کې د «رونګ بير نا لاټ فراو» په نوم بار یا میخانه کې رامنځته شوې ده.

د ټايلنډ چارواکي وايي، د بېړني وتلو لارو بندوالي له امله ډېری کسان ونه توانېدل پر وخت له ودانۍ ووځي او د سخت لوګي او د اور لمبو له کبله يې ژوند له لاسه ورکړ.

د ټايلنډ لومړي وزير انوټين چارنویراکول، د دوشنبې په سهار د پېښې له ځايه ليدنه وکړه او ويې ويل، تر اوسه د ۲۷ قربانيانو جسدونه له ودانۍ ايستل شوي او ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د بنکاک د پېښو د مخنيوي او ناورينونو کمولو ادارې د چارواکو په وينا، لومړنۍ څېړنې ښيي چې د چت برخه کې د هوا سيسټم د برېښنا لنډ اتصال د اورلګېدنې د پيل لامل شوی دی.

عدلي چارواکي او د عدلي طب ډلې د دې پېښې د کره لامل په اړه خپلې څېړنې روانې ساتلې دي او د قربانيانو د پېژندنې بهير هم دوام لري.