کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۱): د کابل او بلخ ولایتونو په څلورو بېلا بېلو چاودنو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د کابل
د بلخ د کرنې ریاست مسوولین وايي، سږ کال په دغه ولایت د تېر کال په نسبت د تازه مېوې حاصلات ٦٠ سلنه ډېر شوي؛ خو بڼوال بیا دې ته اندېښمن دي چې د حاصلاتو پلور ته یې بازار نشته.
بلخ کې د عامې روغتیا ریاست له لوري د دغه ریاست د غونډو تالار د شهید پروفیسور ډاکټر نادر عالمي په نوم ونومول شو.
په بلخ کې د دغه ولایت د ولسوالیو ترمنځ د فوټبال لیګ سیالۍ چې شاوخوا دوه میاشتې وړاندې پیل شوې وې، د خلم ولسوالۍ په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د بلخ یو شمېر اوسېدونکي له سرپرست حکومته غواړي چې د دغه ولایت د تاریخي ابدو ساتنې او بیارغونې ته جدي پاملرنه وکړي.
په بلخ کې تېر یو کال ۷۷۵ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي چې له ډلې یې ٢٠ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
یو ۱۳ کلن ماشوم چې دوه ورځې وړاندې د ننګرهار ولایت له سره رود ولسوالۍ څخه تښتول شوی و، په بلخ ولایت کې د انسان تښتوونکو له بنده راخوشی شو.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د سولې او دوستۍ په نوم د رمضان جام فوټسال سیالۍ د عامې روغتیا ریاست لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د بلخ د مرکز مزارشریف اوسېدونکي په دغه ښار کې د بې اسناد موټرو او وسایطو له ډېرېدو شکایت کوي او د امنیت لپاره یې ګواښ ګڼي.
. . .