کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۱): د کابل او بلخ ولایتونو په څلورو بېلا بېلو چاودنو کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران د غبرګولي په ۴مه، پخپل تویټر پاڼه کې لیکلي، د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند د ترافیک څلور لارې سره نږدې په یو مسجد (مسجد شریف جامع حضرت زکریا) کې د ماښام د لمانځه پر مهال چاودنه شوې ده.
هغه زیاته کړې چې په دې چاودنه کې شپږ تنه وژل شوي او ۱۸ نور ژوبل شوي دي.
د کابل ښار د څلورمې حوزې اړوند سیمه کې د ترافیکو څلور لارې سره نیږدې د زکریا په نوم په یو مسجد کې د چاودنې ورستي جزیات دادي چې زموږ ۱۸ تنه هیوادوال زخمیان او ۶ نور شهیدان شوي.
زخمیانو ته عاجله شفا، شهیدانو ته فردوس جنت او کورنیو ته یې د زړه له تله تسلیت وړاندې کوو.
۱/۲— Khalid Zadran (@khalidzadran01) May 25, 2022
بلخوا په کابل کې د ایمرجنسي روغتون بیا پخپل ټویټر پاڼه کې لیکلي چې له یادې چاودنې ورته ۲۲ ټپیان راوړل شوي وو، چې پنځه تنه یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.
🔴 #Afghanistan #Kabul Esplosione in una #moschea nel quartiere PD4. 22 vittime ricevute al momento nel nostro ospedale, di cui 5 già morte all'arrivo. #laguerraè
— EMERGENCY (@emergency_ong) May 25, 2022
بلخوا د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې درې پرله پسې چاودنو ۱۰ کسان وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.
دغه چاودنې مازیګر مهال ټونس ډوله موټرونو کې د ځای پر ځای شویو ماینونو له امله رامنځته شوي، چې لومړۍ پېښه یې د مزارشریف ښار پنځمه ناحیې سیمه کې او دوه نور یې همهاله لسمه ناحیه کې رامنځته شوې دي.
د بلخ امنیه قوماندانۍ ویاند محمد آصف وزیري چې په دې چاودنو کې ۹ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
نوموړي دغه پېښې د افغان ولس د دښمنانو کار بولي .
د بلخ عامې روغتیا رئییس نجیب الله توانا د وژل شویو کسانو شمېر ۱۰ تنه او د ټپیان شمېر ۱۵ کسان یادوي، چې له دغې ډلې څخه د ۴ ټپيانو روغتیایي وضعیت هم نازک ښودل شوی دی.
تر اوسه ددې چاودنو مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
Views: 136
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن