Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د غزني مرکز کې د کډوالو د «البیروني ښارګوټي» اوسېدونکي شکایت کوي چې خپلو ځمکو کې د ودانیزو چارو او د کورونو جوړولو اجازه نه ورکول کېږي چې له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د غزني سیمهییز مسولین وایي، تېره ورځ مقر ولسوالۍ کې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب د دوو کورنيو ترمنځ څلور کلنه دښمني پای ته ورسېده.
د غزني په واغظ ولسوالۍ کې د درېیو ولسوالیو د یوولسو لوبډلو ترمنځ د نیزهوهنې سیالۍ د حاجي احمدشاه لوبډلې به بریا سره پای ته ورسېدې.
د غزني سیمهییز مسولین وایي، تېره ورځ ناوخته ګېلان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو تنو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپيان شوي دي.
د غزني ولايت په مربوطاتو کې د ۲۰۰ میلیون افغانیو په لګښت د کابل – کندهار عمومي سړک د دواړو غاړو (شولډر) جوړولو چارې پيل شوې.
د غزني ښار د څلورمې او پنځمې ناحیو مربوطاتو کې د دوو سړکونو او دوو استنادي دېوالونو جوړولو چارې پیل شوې
غزني کې سیمهییز مسوولین وایي چې تېره شپه د دغه ولایت په دهیک ولسوالي کې د کوچیانو یوې کېږدۍ کې د اورلګېدنې له امله یوه کوچنۍ نجلۍ مړه شوې ده.
د غزني ولایت په اببند ولسوالي کې یو کس د کارېز یوې څاه ته د لوېدو له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
غزني کې د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایې، د رزمي ورزشونو «هوشارافو» سبک دوه ورځنۍ سیالۍ چې د شپږو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د دغه ولایت په ورزشي جمنازیوم کې پيل شوې وې، پای ته ورسېدې.
غزني کې د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایي، غزني ښار کې د ولایت په کچه د دوولس غوره لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د «خواجه علي» لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.
غزني کې له کډوالۍ راستنو شوو کورنیو ته د ځمکو وېشلو او پکتیکا کې ورته د یوه ښارګوټي جوړولو چارې پیل شوې.
د غزني ښار درېیمه ناحیه کې نن د دوو سړکونو د جوړېدو چارې پيل شوې چې ۱۲۰۰ متره اوږدوالی لري او څه باندې ۱۶ میلیونه افغانۍ لګښت به ورباندې وشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP