د اسلامي همکاريو سازمان سرمنشي وايي، د غزې پر تړانګه او د قدس ښار په ګډون د فلسطين پر خاوره پوځي تېری د نړۍوالو قوانينو او د ملګرو ملتونو اړوند پرېکړهليکونو خلاف عمل دى.
د فلسطین روغتیایي چارواکي وايي چې د غزې په ټرانګه کې پر یوه ښوونځي – چې د بېځایه شوو د اوسېدو ځای و- د اسرائیلو په هوايي برید کې لږ تر لږه ۳۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د امریکا د ولسمشر مرستیالې ويلي، د اسرائیلو لومړي وزیر ته يې په غزه کې د مرګژوبلې په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې غزه کې د اوربند، د یرغملو د خوشي کولو او د جګړې د پای ته رسولو وخت دی.
د راپورونو له مخې، د غزې پر تړانګه د اسرائیل په وروستي هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۵ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي چې تېره ورځ په غزه کې د اسرائيل هوايي بريدونو کې لږ تر لږه ۲۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د فلسطین روغتیايي چارواکو ویلي چې تېره ورځ د اسرائيل هوايي بريدونو کې ۵۷ فلسطینانو ژوند له لاسه ورکړی او يو شمېر نور ټپيان شوي دي.
د ماشومانو خوندیتوب سازمان ویلي، اټکل کېږي چې د ۲۰۲۳ کال له اکتوبره تر اوسه په غزه کې لږ تر لږه ۲۱ زره ماشومان ورک شوي دي.
د حماس غورځنګ په غزه کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اوربند له پرېکړهلیک او له قید او شرط پرته د زندانیانو تبادلې د عملي کېدو هرکلی وکړ.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا له ۱۵ غړو څوارلسو په غزه کې د سملاسي اوربند پرېکړهلیک ته مثبته خو روسیې ممتنع رایه ورکړې ده.
د مخ پر وده اتو اسلامي هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو، د دغو هېوادونو د اقتصادي همکاریو سازمان (ډي – ۸) فوقالعاده ناسته کې په غزه کې له کوم قید او شرط پرته د ژر او دایمي اوربند غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي په غزه کې د اوربند لپاره د امریکا د ولسمشر د وړاندیز شوي پلان هرکلی کړی او ویلي یې دي، اوس د دې وخت دی چې جګړه ودرول شي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر نړۍوالو سازمانونو او د سیمې پر موثرو اسلامي هېوادونو غږ کړی چې د غزې ولس په تړاو خپل مسوولیتونه ادا کړي.