د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په غزه کې د بېړني اوربند په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړهلیک له تصویب څخه هرکلی وکړ.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پر غزې د اسراییل د یرغل تر پنځو میاشتو وروسته هلته د اور بند پرېکړه لیک تصویب کړه، خو امریکا خپله رایه ونه کاروله.
پر غزې د اسراییلي ځواکونو د یرغل په دوام کې په تازه بریدونو کې نږدې ۲۰۰ فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، غزه کې لس ماشومان له لوږې مړه شوي او هلته له دوو روغتونونو د دغه سازمان د لیدنو پایلې «وېروونکې او بدې» دي.
د امریکا د دفاع وزارت وايي چې د هوايي ځواکونو یو سرتېری یې د غزې جګړې پر خلاف په واشنګټن کې د اسراییل د سفارت مخکې ځان ته اور اچولی او مړ شوی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي له حماس او اسرائیلو څخه په غزه کې د بېړني اوربند او له شرط پرته د بندیانو ازادولو غوښتنه کړې ده.
رسنیو راپور ورکړی چې اسرائیلي ځواکونو د غزې په مرکزي سیمه کې پر یوه جومات او د فلسطینیانو پر کورونو هوایي بریدونه کړي چې پایله کې یې ۳۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي چې پر غزه د اسرائیل بریدونو له پیله راهیسې د اټکل له مخې لږ تر لږه ۱۷ زره ماشومانو خپلې کورنۍ له لاسه ورکړې دي.
په فلسطین کې د ملګرو ملتونو ادارې ویلي، چې پر غزې ښار د اسراییلي ځواکونو هوایي او ځمکنیو بریدونو کې تر اوسه یې ۱۴۲ کارکوونکي وژل شوي دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د غزې په تړاو نړۍوالې غونډې ته په وینا کې د یوه نوي نړۍوال نظم پر رامنځته کېدو ټینګار وکړ.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خوندي توګه د فلسطین غزې ښار ته د بشري مرستو دلېږلو د غوښتنې پرېکړه لیک تصویب کړ.
د راپورونو له مخې، د غزې په سوېل کې په خان یونس ښار کې پر یوه ښوونځي د اسرائیلو یوه هوایي برید کې د الجزیرې ټلوېزیوني شبکې یو انځوراخیستونکی سامر ابودقا وژل شوی دی.