د فراه عامې روغتيا ریاست وايي، د څښاک پاکو اوبو د کمښت له امله په دغه ولایت کې د نسناستي ناروغي زیاته شوې او په تېره یوه میاشت کې ۱۲۴۲ پېښې یې ثبت شوې دي.
د فراه د مخابراتو ریاست وايي، د روشن مخابراتي شرکت څانګې په دغه ولایت کې له ټاکلې بيې په لوړه بیه د سیمکارټونو د پلورلو له امله تړل شوې دي.
د فراه د عامې روغتيا ریاست وايي، په تېره یوه میاشت کې په دغه ولایت کې ۵۴۰ پر خوارځواکۍ اخته ماشومان په روغتونونو کې بستر شوي دي.
د فراه یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې له یوې اونۍ راهيسې په دغه ولایت کې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې انټرنټ کار نه کوي.
د فراه د پوهنې ریاست وايي، ټاکل شوې چې د وږي په ۱۵مه په دغه ولایت کې نوی ښوونیز کال پيل شي، خو د ښوونکو د کمښت له امله به ۴۰ ښوونځي تړلي وي.
فراه کې حکومتي مسوولین وايي چې نامعلومو وسلهوالو د دغه ولایت د مرکز اړوند ګنهکان سیمه کې دوو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د فراه د مرکز اوسېدونکي په داسې حال کې د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي ادعا کوي چې د دغه ولایت د اوبو رسونې شرکت وايي، یوه نه بله ورځ دوی خپلو مشتریانو ته په نوبتي ډول د نلونو له لارې پاکې اوبه رسوي.
د فراه د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي چې تېر ماښام د دغه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کې يوه ځوان خپل ملګری د تومانچې په ډزو ويشتلی او وژلی دی.
د فراه ښار یو شمېر صنعتګر وايي، د پخوا په پرتله يې کارونه ښه شوي دي.
د فراه یو شمېر بڼوال وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات ډېر شوي، خو بازار يې خراب دی او دوی ته ګټه نه کوي.
د فراه ولایت مسوولین وايي، په ګلستان ولسوالۍ کې د ډېر ورښت له امله د یوې ښځې په ګډون دوه کسان اوبو وړي او جسدونه یې نادرکه دي.
د فراه ولایتي روغتون مسوولین وايي، د ماشومانو څانګه یې متخصص ډاکټر نه لري او ډېر وخت ناروغان کندهار یا هرات ولایتونو ته لېږي.