ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بڼوال: په فراه کې د انګورو حاصلات ښه دي خو بازار يې خراب دی

بڼوال: په فراه کې د انګورو حاصلات ښه دي خو بازار يې خراب دی

author avatar
1 Aug 2022 - 17:43
بڼوال: په فراه کې د انګورو حاصلات ښه دي خو بازار يې خراب دی
author avatar
1 Aug 2022 - 17:43

فراه (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۱): د فراه یو شمېر بڼوال وايي، سږ کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات ډېر شوي، خو بازار يې خراب دی او دوی ته ګټه نه کوي.

د یاد ولایت د کرنې ریاست هم د انګورو د بازار کمرنګه کېدل مني، خو وايي چې خلکو د وچکالۍ له امله د خپلو باغونو حاصلات له وخت مخکې بازار ته وړاندې کړي.

د فراه د کرنیزو او مالدارۍ چارو د تولیداتو خونې رییس زلمي محمدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې وچکالۍ او د اوبو نشتوالي بڼوال دې ته اړ کړي چې خپل انګور له وخته مخکې بازار ته وړاندې کړي.

ده زياته کړه: «اوبه نشته او وچکالي ده، بڼوال مجبوره دي انګور له وخته مخکي ارزانه وپلوري.»

د فراه د مرکز اړوند د دار آباد کلي اوسېدونکي او بڼوال ښادي خان وویل چې د انګورو حاصلات سږ کال ښه دي، خو دا چې د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی، نو نشي کولای چې انګور وپېري.

دی وایي، حکومت دې د انګورو لپاره له هېواده بهر مارکېټ پيدا کړي او په دې برخه کې دې له نورو هېوادونو سره تړونونه وکړي.

د فراه د بالابلوک ولسوالۍ اوسېدونکی خالد چې اوسمهال په ښار کې انګور پلوري، وايي: «هر کال انګور کیلو په ۵۰ او یا ۶۰ افغانیو پلورل کېده، خو اوس مو انګور راوړي دي او کیلو په ۳۰ افغانۍ ورکوو خو بیا هم نه پلورل کېږي.»

د فراه د کرنیزو چارو امر مولوي عبدالغني عابد پژواک ته وویل، سږ کال په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله ته د انګورو حاصلات ډېر شوي دي.

ده وویل چې تېر کال په فراه کې د انګورو حاصلات ۱۴۰زره او ۵۲ ټنه و، خو سږ کال ۱۴۹زره او ۸۲۲ ټنه دي.

هغه زياته کړه چې هڅه کوي د فراه انګورو ته له هېواده بهر هم مارکېټ پيدا کړي.

Visits: 91

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.