د لوګر سیمهییز چارواکي وایي، د یونېسکو سازمان په همکاري د دغه ولایت په مرکز پلعلم، محمداغې او برهکي برک ولسوالیو کې د نهو کاریزونو د بیارغونې چارې پيل شوې چې سل زره امریکايي ډالره لګښت ورباندې راځي.
د لوګر ولایت امنیه قومانداني وایي چې امنیتي ځواکونو د خوښۍ ولسوالۍ له «کډوالو ښارګوټي» څخه تښتولی شوی کس د انسانتښتوونکو له منګولو ژغورلی او خپلې کورنۍ ته یې سپارلی دی.
په لوګر ولایت کې د ۱۲ میلیون افغانیو په لګښت د پوهنې اړوند د درېیو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
مسوولین وایي، د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري د لوګر په ازرې او خوښۍ او د هلمند په بغني ولسوالۍ کې له څه کم ۱۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې شوې دي.
د لوګر ورزشي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کچه د ۵۰ غوره ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ یا غېږنیونې یوه ورځنۍ سیالۍ وشوې.
د لوګر ولایت امنیه قومانداني وايي چې د سوالګرو ټولولو لړۍ به څو ورځې دوام وکړي چې په ترڅ کې به يې د پلعلم ښار او ولسواليو څخه ټول سوالګر راټول شي.
د لوګر په مرکز پلعلم کې ۱۱ ټنه له وخته تېر درمل، خوراکي او غیرخوراکي توکي وسوځول شول.
د لوګر په مرکز پلعلم او ازرې ولسوالۍ کې یو شمېر وسلې او نشهيي توکي کشف او ترلاسه شوي دي.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د یوه خیریه بنسټ له لوري په مرکز پلعلم کې زرو بې وزلو زدهکوونکو ته درسي توکي ووېشل شول.
په لوګر ولایت کې د ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د څلورو ښوونځیو د احاطې دیوالونو او ځینو نورو مهمو برخو جوړولو چارې بشپړې شوې.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د نهه میلیون افغانیو په لګښت په مرکز پلعلم او یو شمېر ولسوالیو کې د ۱۹ بېلابېلو ودانیو بیارغونه پيل شوه.
د لوګر حکومتي مسوولین وایي چې د کابل – لوګر پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله د ښځو په ګډون څلور کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.