د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د څرخ ولسوالۍ له روغتونه یو نوی زېږېدلی ماشوم غلا شوی و چې بېرته وموندل شو.
د لوګر بدني روزنې او سپورټ اداره وایي چې د دغه ولایت په کوربهتوب د پنځو ولایتونو په کچه د بوکسینګ یوه ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
د لوګر امنیتي مسوولین وايي چې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې لسګونه میله وسلې او مهمات کشف او ترلاسه شوي دي.
د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست وایي، له خوړو او درملو ادارې سره په همغږۍ یې له پلعلم ښار او یو شمېر ولسوالیو شاوخوا ۱۴ تڼه تاریختېر درمل او خوراکي توکي راټول کړي او سوځولي دي.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د پوهنې وزارت د دغه ولایت په مرکز پلعلم او یو شمېر ولسوالیو کې د طبیعي پېښو او جګړو له امله ویجاړ شوي ۱۳ ښوونځي بیارغوي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د سترګو زرګونه ناروغانو ته د وړیا خدمتونو وړاندې کولو په موخه په لوګر او ننګرهار ولایتونو کې کمپونه جوړیږي.
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي چې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري په برهکيبرک ولسوالۍ کې د لس میلیون افغانیو په لګښت د دوو ښوونځيو بیارغونه پيل شوه.
د کورنیو چارو وزارت وايي، تېره شپه د لوګر په محمداغه ولسوالۍ کې د دغه وزارت د ځانګړو ځواکونو تعليمي مرکز ته نږدې پخواني چاودېدونکي توکي چاودلي، خو مرګژوبله نه لري.
امنیتي مسوولین وايي چې کشفي او استخباراتي ځواکونو د لوګر په محمداغه ولسوالۍ کې د میزایل ۲۲ مرمۍ کشف او ترلاسه کړې دي.
د لوګر د بدني روزنې او ورزش ادارې مسوولین وایي چې د دغه ولایت په کوربهتوب د کابل، پکتیا، خوست او میدانوردګ ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د فريفایټ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې.
د لوګر حکومتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ازرې ولسوالي کې د لس میلیون افغانیو په لګښت د دوو ښوونځیو بیارغونه او د یوه چکډیم جوړولو چارې پيل شوې.
د لوګر حکومتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې دوه ماشومان د سیند اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي دي.