د لوګر سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت برهکيبرک ولسوالۍ په سجاوند سیمه کې یو ۲۵ کلن ځوان د اوبو یوه چکډیم ته لوېدلی او مړ شوی دی.
د لوګر ولایت مربوطاتو کې د کابل – ګردېز پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او پنځه نور ټپیان دي.
د لوګر امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې لسګونه کیلوګرامه چاودېدونکي توکي او یو شمېر وسلې نیول شوي دي.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د مرکز پلعلم په ګډون د شپږو ولسوالیو شاوخوا شپږنیم زره زدهکوونکو ته درسي توکی ووېشل شول.
د لوګر کرنې ریاست وایي چې له تېرې اونۍ راهیسې په مرکز پلعلم او یو شمېر ولسوالیو کې د پرلهپسې ورښتونو او سېلابونو له امله شاوخوا ۱۳ سوه جریب کرنیز فصلونه له منځه تللي دي.
د لوګر د بدنې روزنې او سپورټ امریت وایي، د بدني روزنې او سپورټ ریاست په همغږۍ د موټرسایکل ځغلونې ملي فدراسیون پرانیستل شو.
افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) مشرې لوګر ولایت ته د سفر په ترڅ کې ویلي چې په افغانستان کې به د زدهکړو ۷۰ زره سیمهییز ټولګي پرانيستل شي.
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې د مرکز پلعلم ښار اړوند په «کنجک» سیمه کې د کبانو روزنې دوه مرکزونه پرانیستل شول.
حکومتي مسوولین وايي چې وروستیو ورښتونو او سېلابونو په پکتیا او لوګر ولایتونو کې خلکو ته درانې مالي زیانونه اړولي دي.
په ننګرهار کې د زړې مرمۍ چاودنې دوه ماشومان ټپیان کړي او په لوګر کې د یوه ماشوم مړی موندل شوی دی.
د لوګر پوهنې ریاست وایي چې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د درېیو ښوونځيو بیارغونې چارې پيل شوې.
د لوګر پوهنې ریاست وايي چې د دغه ولایت محمداغې ولسوالۍ د کتبخېل لېسې بیارغونې چارې د خلکو په مالي مرسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.