د لوګر مرکز پلعلم ښار اړوند په شهیدانو تپه کې د دغه ولایت د ولایتي چارواکو او خلکو له لوري د نیالګيو کېنولو عمومي حشر وشو.
د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د کابل- پلعلم پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او اووه نور ټپیان دي.
د لوګر د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې د تېرو درېیو ورځو پرله پسې ورښتونو او سېلابونو له امله د دغه ولایت په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې شاوخوا درې سوه جریبه کرنیز فصلونه له منځه تللي دي.
سیمهییز مسوولین وایي، د لوګر ولایت په مرکز پلعلم کې له ایران او پاکستانه راستنو شوو ۵۶۲ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
د لوګر سیمهییز مسوولین وايي د دغه ولایت په خروار ولسوالۍ کې د یوې خونې چت لوېدو له امله یوه ښځه مړه شوې او یو ماشوم ټپی شوی دی.
د لوګر د خروار ولسوالۍ اوبو بند بیارغونې چارې بېرته پيل شوې دي؛ خلک او مسوولین وايي چې په جوړېدو به یې زرګونه جریب ځمکه خړوبه شي او ۱۳ زره کورنۍ به ترې ګټه اخلي.
د لوګر ولایت په مربوطاتو کې د کابل – ګردیز پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او ۷ نور ټپیان دي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي چې د دغه ولایت په مرکز پلعلم او پنځو ولسوالیو کې تازه شپږ لرغونې سیمې او څلور ابدې کشف شوې دي.
د لوګر په محمداغه ولسوالۍ کې د یوې ښځې په ګډون اوو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.
د لوګر ولایت پوهنې ریاست وایي چې د ملګرو ملتونو ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري په مرکز پلعلم، محمداغې او برهکيبرک ولسوالیو کې نهه بابه ښوونځي بیارغول کېږي.
د لوګر پوهنې ریاست وایي، د ملګرو ملتونو ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري په محمداغې او ازرې ولسوالیو کې ۲۳۸ نوي سیمهییز ټولګي پرانيستل شول.
د لوګر پوهنې ریاست وایي، په تېر یو کال کې په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې د ښځو په ګډون شاوخوا ۱۳۰۰ نوي ښوونکي پر دندو ګومارل شوي دي.