د هلمند امنیتي مسوولین وایي چې په مرکز لښکرګاه ښار او ګرشک ولسوالۍ کې د بهرنیو اسعارو د کارونې په تور ۱۷ تنه نیول شوي دي.
. . .
د هلمند د مارجې ولسوالۍ خلک وايي، د وچکالۍ له امله یې فصلونه او ۵۰ کلن باغونه وچ شوي او که دغه حالت دوام وکړي اړ دي نورو سیمو ته کډې وکړي.
سیمهییز مسوولین وایي، د هلمند ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د ۸۳ زره امریکایي ډالرو په لګښت یو روغتون جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
د هلمند د مارجې یو شمېر اوسېدونکي وایي، د دې ولسوالۍ په روغتیایي مرکزونو کې د درملو کمښت سربېره په سمه توګه روغتیایي خدمات نه وړاندې کېږي او دوی اړ دي چې خپل ناروغان لښکرګاه ښار ته بوځي.
هلمند کې د کبانو روزنې فارملرونکي وايي چې دوی خپلو فارمونو ته د کبانو بچي له پاکستانه راوړي چې لوړ لګښت پرې راځي او له حکومته غواړي چې په دې برخه کې د دوی ملاتړ وکړي.
د هلمند امنیتي مسوولین خبر ورکوي چې په ګرشک ولسوالۍ کې یې د عملیاتو پر مهال اته کسان له سلګونو کیلو ګرامه نشه یي توکو سره نیولي دي.
هلمند کې یو شمېر صنعتکاران وايي، له کله چې د کجکي برېښنا بنده شوې، د فابریکو کارونه یې له ځنډ او خنډ سره مخ شوي دي.
د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د یوه ملي سوادګر له لوري د ۷۵۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت نوی جوړ شوی روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د ملي دفاع وزارت وايي، هلمند کې د پنځو بېپيلوټه کشفي الوتکو اجزاوې، یو رنجر موټر او یوه اندازه مرمۍ او ماینونه ترلاسه شوي او په تړاو یې څلور کسان نیول شوي دي.
د هلمند ځایي مسوولین وایي، چې د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو له افغان کډوالو سره د ډنمارک کمېټې په مالي همکارۍ ۲۲۰ تنو بزګرانو ته کرنیز ماشینونه ورکړل شول.
هلمند ولایت کې د قوشتېپې کانال په نوم پیل شوې د کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې او د کندهار خپلواک لوبډلې د اتلولۍ جام ترلاسه کړ.