د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په مالي ملاتړ د هلمند د دوو ولسوالیو له روغتونونو سره د ۱۵۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د دوو امبولانسونو مرسته وشوه.
د کلیو د کلیو، بیارغونې او پراختیا وزارت وايي چې په بادغیس ولایت کې د څه باندې ۳۲ میلیونه افغانیو په لګښت د چکډیمونه جوړولو چارې پیل شوې.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، د دغه ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې د چاهانجیر ساختماني دستګاه د بیا فعالولو لپاره هڅې روانې دي چې په فعالېدو سره به یې زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د هلمند سیمهییز چارواکي وایي، د عامې روغتیا وزارت له لوري یو پنځه کسیزه روغتیایي ټیم ورغلی او د سترګو پر ناروغۍ د اخته پنځه زره کسانو وړیا درملنه کوي.
د هلمند امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې یې دوه کسان د ۹۰ کیلوګرامه نشهیي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.
د هلمند د بست ولایتي روغتون مسوولین وایي چې هلته یې د وینې د تصفیې یو ماشین یې فعاله کړی دی.
د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، په تېرو دوو کلونو کې د وچکالۍ له امله د دغه ولایت له څلورو ولسوالیو دوه زره کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړې شوې دي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ۴۰ میلیون افغانیو په پانګونې د پنبې یوه فابریکه پرانیستل شوه چې په یوه ساعت کې د لس ټنه پنبې تولیدولو وړتیا لري.
ځایي مسوولین وایي چې په هلمند ولایت کې شپږ کسان له سلګونو کسانو نشه یي توکو سره نیول شوي دي.
د ماليې وزیر ملا عبدالناصر اخند نن هلمند ته د خپل سفر پر مهال له بست تصدۍ څخه لیدنه وکړه او د تولیداتو لپاره یې د بازار پيدا کولو ژمنه وکړه.
لښکرګاه ( پژواک ، ۱ لیندۍ ۱۴۰۲ ) : د هلمند امنیتي چارواکي وایي چې د دوهم شهرا کنډک د دریمې ټولۍ امنیتي ځواکونو دوه کسان د درېیو کیلو ګرامه هیرویینو سره نیولي دي.
هلمند کې مېشت یو شمېر کوچیان د ژمي رارسېدو ته اندېښمن دي او وايي چې د وروستیو وچکالیو له امله يې خپله ډېره برخه مالداري له لاسه ورکړې او اوس د دې توان نه لري چې د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کړي.