د اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې د غځېدلي «هلمند سیند» دواړو غاړو ته د پرتو ځینو سیمو خلک وايي چې پر دغه سیند دې پل جوړ شي څو دوی ته په تګ راتګ کې اسانتیا رامنځته شي.
د هلمند امنیتي مسوولین وایي چې امنیتي ځواکونو د نشه یي توکو د نیولو تر څنګ یو باب د نشه یي توکو د پروسس کارخانه کشف او له منځه یوړل شوه .
هلمند کې سیمهییزمسوولین وایي چې د دغه ولایت ګرمسېر ولسوالۍ کې یوه کانال ته د موټر لوېدو په پېښه کې شپږ کسان مړه شوي.
د هلمند ولایت امنیتې مسوولین وایي چې په باغران ولسوالۍ کې د نشه یې توکو سره د مبارزې مدیریت د مسوولینو له لوري د یو لړ کشفي معلوماتو په پر بنسټ دوه بابه د نشه یې توکو د پروسس کارخانې کشف او له منځه وړل شوې دي.
د هلمند بست ولایتي روغتون کې د بېړنۍ څانګې لپاره د څه باندې ۹ میلیون افغانیو په لګښت د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د هلمند په مرکز لښګرګاه کې د څه باندې ۷۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت دوه رغنیزې پروژې بشپړې او د یوې بلې چارې پيل شوې.
د هلمند ځایي مسوولین وايي، د دغه ولایت بهرامچې ولسوالۍ کې نن له پاکستانه د راستنو شوو افغان کډوالو لپاره د لنډمهاله کمپ جوړېدو چارې پيل شوې.
: د هلمند ځایي مسوولین وایي چې په درېیو ولسوالیو کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال لسګونه خرواره اومان وسوځول شول او څلور کارخونې له منځه یوړل شوې.
د هلمند امنیتې مسوولین خبر ورکوي چې د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ د نشه یي توکو سره د مبارزې مسولینو د نشه یي توکو یوه کارخانه کشف او له منځه یو وړل شوه.
د هلمند د ګرمسېر، خانشین، بهرامچې او دېشو ولسوالیو یو شمېر خلک وايي چې د لارو خرابوالي له امله د دغه ولایت مرکز لښګرګاه ته په تګ راتګ کې له ستونزو سره مخ وي او له حکومته غواړي چې یادې لارې جوړې کړي.
مسوولین وايي، هلمند ولایت کې د دیني مدرسو لپاره ۶۰۰ او لوګر کې ۵۱۵ نوي ښوونکي ګومالرل کېږي.
د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې د ملګرو ملتونو کډوالو عالي کمېشنرۍ له خوا د ۲۷۸ زره ۹۶۹ امریکايي ډالرو په لګښت د یوه روغتون ودانۍ جوړه او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.