ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د نشه‌یي توکو د پروسس یوه کارخونه کشف او له منځه یوړل شوه

هلمند کې د نشه‌یي توکو د پروسس یوه کارخونه کشف او له منځه یوړل شوه

author avatar
1 Nov 2023 - 21:22
هلمند کې د نشه‌یي توکو د پروسس یوه کارخونه کشف او له منځه یوړل شوه
author avatar
1 Nov 2023 - 21:22

لښکرګاه (پژواک، ۱۰ لړم ۱۴۰۲): د هلمند امنیتي مسوولین خبر ورکوي چې د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د نشه‌یي توکو یوه کارخونه کشف او له منځه یو وړل شوه.

د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا عزت‌الله حقاني د لړم ۱۰مه پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده کارخونه د نوزاد ولسوالۍ د تیزني په سیمه کې د امنیتې ځواکونو له لوري د یو لړ عملیاتو په ترځ کې کشف شوې وه.

سرچینې زیاته کړې، په دې کارخونه کې د اومان په نوم نشه‌يي توکي پروسس کېدل.

د حقاني په وینا، یاده کارخانه کې ۱۳۵ کیلوګرامه سود، ۹۰ کیلوګرامه هاک، ۶۰ کیلوګرامه نمک، ۴۵ لېتره ایکسیل، ۱۱۰ لېتره ډیزل، ۶۰ لېتره تیزاب او یو شمېر بېلابېل توکې له نیولو وروسته د مسوولینو له لوري وسوځول شوه.

 

Views: 31

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.