ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند په ګرمسېر کې د موټر چپه کېدو له امله شپږ کسان مړه شوي

د هلمند په ګرمسېر کې د موټر چپه کېدو له امله شپږ کسان مړه شوي

author avatar
20 Nov 2023 - 14:39
د هلمند په ګرمسېر کې د موټر چپه کېدو له امله شپږ کسان مړه شوي
author avatar
20 Nov 2023 - 14:39

لښکرګاه (پژواک، ۲۹ لړم ۱۴۰۲): هلمند کې سیمه‌ییزمسوولین وایي چې د دغه ولایت ګرمسېر ولسوالۍ کې یوه کانال ته د موټر لوېدو په پېښه کې شپږ کسان مړه شوي.

د هلمند د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن غرمه مهال د دغه ولایت «تخته پول» په سيمه کې یو ویډز موټر یوه کانال ته لوېدلی چې په کې شپږ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ریاض زیاتوي چې په مړه شوو کسانو کې یو سړی، دوې ښځې او درې ماشومان شامل دي دغه راز موټر چلوونکی ژوندی پاتې او روغتیایي حالت يې د ډاډ وړ دی.

Views: 148

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.