لښکرګاه (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۲): د ماليې وزیر ملا عبدالناصر اخند نن هلمند ته د خپل سفر پر مهال له بست تصدۍ څخه لیدنه وکړه او د تولیداتو لپاره یې د بازار پيدا کولو ژمنه وکړه.
هغه وویل چې تر راتلونکو دوو میاشتو به په کندهار کې د نساجۍ دوې فابریکې بېرته فعالې شي چې پر مټ به يې د هلمند بست تصدۍ تولیداتو ته بازار پيدا شي.
هغه زیاته کړه: «بودجې ته په کتو موږ هڅه کړې لا یې هم کوو، څو زموږ د دغه ډول فابریکې د تولیداتو لپاره بازارموندنه وکړو او فعالیتونو ته يې پرمختګ ورکړو.»
هغه وايي چې د هلمند پنبه د نړۍ د نورو پنبو په نسبت ښه کیفیت لري او د مالیې وزارت به له هرې ممکنې لارې د دې صنعت د ودې لپاره کار وکړي.
نوموړي وویل چې په کندهار کې د نساجۍ دوو فابریکو په جوړېدو سره به د بست تصدۍ خام مواد هلته وکارول شي.
هغه زیاته کړه چې دوی کوښښ کړی چې د هېواد ټولو صنعتي فابریکو د کارونو ودې لپاره بودجه ځانګړې کړي او وده ورکړي.
د هلمند والي مولوي عبدالرحمن کندوزي هم رسنیو ته وویل چې دغه ولایت ته د ماليې وزیر د سفر موخه له بست تصدۍ لیدنه او تولیداتو ته يې وده ورکول دي.
د بست تصدۍ مرستیال انجنیر محمدحسین نیازي وویل چې د دوی تولیداتو لپاره دې نړۍوال بازار وموندل شي.
هغه زیاته کړه: «سږ کال که څه هم ډالر ښکته شوی خو د تېر کال په پرتله یې بازارونه راولوېدلي دي او د ګټې پرځای موږ ته زیان رسیږي.»
نوموړي همداراز وویل چې د بست تصدۍ ماشینري زړه ده، خو بیا هم کولای شي چې په ۲۴ ساعتونو کې له ۲۵ تر ۳۰ زره ټنه تولید وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن