د پنجشېر د پوهنې ریاست شمېرې ښيي چې د دغه ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو کې د نجونو او هلکانو په ګډون ۹۴۳۸ ماشومان په ښوونیزو کورسونو، تسریعي ټولګیو او سیمهییزو مدرسو کې پر زدهکړو بوخت دي.
د پنجشېر ملي راډیو ټلوېزیون په سیمهییزه کچه خپرونې پیل کړې او د دغه ولایت والي په دې اړه جوړو شوو مراسمو کې وویل چې د رسنیو پیاوړتیا او کاري ساحې د ډاډمنتیا لپاره يې هڅې دوام لري.
پنجشېر کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت د ابشار او درې ولسوالیو د ځینو سیمو لارې په خوړونو کې د اوبو راپورته کېدو له امله تړل شوې دي.
د پنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست په اتلسمه داوطلبۍ کې د ۳۳۱۸ قیراطه زمردو د پلور خبر ورکوي او وايي چې نن د دغه ولایت یاقوت هم په لومړي ځل د یوې داوطلبي له لارې وپلورل شول.
د پنجشېر په عنابه لسوالۍ کې د ۲۰۰ کیلوولټ په ظرفیت د یوه ترانسفرمر په نصبېدو درې سوه کورنۍ له معیارې برېښنا برخمنې شوې دي.
ځايي مسوولین وايي، د کونړ په ماڼوګي او نرنګ او د پنجشېر په لومړۍ حصه ولسوالیو کې د ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د پنجشېر د پوهنې ریاست وایي چې د دغه ولایت په دیني مدرسو کې د ۱۳۵ ښځو په ګډون ۴۲۹ کسان د ښوونکو په توګه ګومارل شوي او ټاکل شوې چې سل نور کسان به هم استخدام شي.
سیمهییز مسوولین وايي، د پروان په بګرام ولسوالۍ کې کوچیانو او د پنجشېر د پریان ولسوالۍ د ځايي خلکو ترمنځ ۱۵ کلنه شخړه چې له دواړو لورو پهکې دوه کسان وژل شوي وو، د مسوولینو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د پنجشېر له کانونو د استخراج شوو زمردو په اوولسمه داوطلبۍ کې ۲۶۹۳ قیراطه زمرد په ۲۰۴ زره او ۹۰۰ امریکایي ډالرو وپلورل شول.
د پنجشېر مسوولین وایي چې خیني چیني سوداګرو د دغه ولایت له والي سره په لیدنه کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې او کابل ته د پنجشېر اوبو د لېږد پروژې د قرارداد لپاره لېوالتیا ښودلې ده.
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې د دغه ولایت د امربالمعروف او نهی عن المنکر محتسبینو د اختر په ورځو کې او له هغه وروسته له سیلانیانو «د اسلامي شریعت خلاف وسایل» ټول کړي دي.
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي، د سختو بارانونو او سېلابونو راوتلو له امله په دغه ولایت کې درې کورونه، یو سړک، دوولس جریبه کرنیزه ځمکه او یو د برېښنا کوچنی بند تخریب شوي دي.