ځایي سرچینې وايي، پرون مازدیګر د پنجشېر په رخه ولسوالي کې سېلابونو زرګونه جریب کرنیزه ځمکه، د اوبو ډېری کانالونه، د برېښنا واړه بندونه، پلونه او پلچکونه ویجاړ کړي دي.
د پنجشېر د کرنې او مالدارۍ ریاست وايي په دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله د غنمو په حاصلاتو کې ۴۶،۵ سلنه ډېروالی راغلی خو کروندګر د دغه ریاست له مرستې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ، دوی ته د لا ډېرو اصلاح شوو تخمومو د وېش غوښتنه کوي.
د پنجشېر د کانونو ریاست اعلان کړی چې په ۲۱مه داوطلبۍ کې د دغه ولایت له کانونو استخراج شوي ۳۹۷۷ قیراطه زمرد په ۱۲۴ زره و ۶۰۰ امریکايي ډالرو وپلورل شول.
د پنجشېر ځايي مسوولین په دغه ولایت کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالیو د اوړي ټورنمنټ له پیلېدو خبر ورکوي.
د پنجشېر امنیه قومانداني د دغه ولایت په عنابه ولسوالۍ کې د عامه نظم ګډوډولو په تړاو د څلور کسانو له نیول کېدو خبر ورکوي.
د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې کابل ته د دغه ولایت د سیند اوبو د انتقال پروژې سروې چې د روان کال د وري میاشتې په ۱۱مه پیل شوې وه، تېره ورځ بشپړه شوه.
د پنجشېر د کانونو ریاست وايي چې نن د دغه ولایت له کانونو استخراج شوي ۲۰۳۴ قیراطه نور زمرد په ۱۳۱ زره او ۳۰۰ امریکایي ډالرو وپلورل شول.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، په پنجشېر ولایت کې د اسلامي نظام د ثبات، ولسي یووالي او انسجام غونډه جوړه شوه او ګډونوالو یې پر قومي یووالي ټینګار وکړ.
د پنجشېر عمومي سړک تېره شپه د دغه ولایت په شتل ولسوالي کې د سېلابونو راتلو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوی دی.
د پنجشېر امنیه قومانداني وایي، امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې د عملیاتو پر مهال هغه دوه کسان نیولي چې «په خپلو شومو کړنو» یې خلکو ته اندېښنې پیدا کولې.
پنجشېر کې د شخړو حل کمېټه وايي چې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۲ کلنه دښمني د ځايي مسوولینو، علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
په ۱۹مه داوطلبۍ کې د پنجشېر له کانونو استخراج شوي ۳۲۱۵.۴ زمرد په ۱۷۶ زره او ۸۶۰ زره امریکايي ډالرو وپلورل شول.