Language

د پنجشېر عمومي سړک په شتل ولسوالي کې د سېلابونو راتلو له امله تړل شوی

پاراخ (پژواک، ۲۵ چنګاښ ۱۴۰۳): د پنجشېر عمومي سړک تېره شپه د دغه ولایت په شتل ولسوالي کې د سېلابونو راتلو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوی دی.

د پنجشېر د اطلاعات او فرهنګ رییس نصرالله ملک‌زاده د جزئیاتو له ورکولو پرته پژواک خبري اژانس ته وویل چې سېلاب مالي زیانونه اړولي دي.

هغه وايي چې د سېلاب راتلو له امله د شتل ولسوالۍ په «دالان سنګ» سیمه کې عمومي سړک تړل شوی دی.

د هغه په وینا، د ټولګټو ریاست او دفاع وزارت ټیمونه چې ماشینري هم ورسره ده، د لارې خلاصولو لپاره لاس په کار شوي دي.