پاراخ (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۱۴۰۳): پنجشېر کې د شخړو حل کمېټه وايي چې د دوو کورنیو ترمنځ ۲۲ کلنه دښمني د ځايي مسوولینو، علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
یادې دوه کورنۍ د پنجشېر مرکز د منجهور کلي اصلي اوسېدونکې دي چې ۲۲ کاله مخکې د دښمنۍ په پیلېدو سره دواړه کورنۍ له هېواده وتلې وې.
پنجشېر کې د شخړو هواري کمېټې رییس محمدرها ابرار وویل، یاده شخړه ۲۲ کاله مخکې د خانجي خان او حیاتالله زامنو ترمنځ پیل شوې وه چې په دې موده کې له دواړو خواوو درې کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.
هغه زیاته کړه: «په دې موده کې د خانجي خان زامنو د حیاتالله درې زامن وژلي او دوه نور یې ورته ټپیان کړي وو او بلخوا د حیاتالله زامنو د خانجي خان دوه زامن ټپیان کړي او خپله خانجي خان یې بندي کړی و چې بالاخره خپله خانجي خان په زندان کې مړ شو.»
هغه زیاته کړه چې په دې موده کې د خانجي خان کور او ټولې کرنیزې ځمکې د حیاتالله زامنو له لوري ویجاړ شوي وو.
ورته مهال، د پنجشېر والي محمداغا حکیم په هغه پروګرام کې چې د دغو دوو کورنیو د پخلاینې لپاره جوړ شوی و، وویل، د اسلام دین د ورورلۍ دین دی چې په راتلو یې د مسلمانونو ترمنځ د زرګونو کلونو دښمنۍ پای ته ورسېدې.
هغه د خپلو خبرو په دوام څرګنده کړه چې په سوله کې خیر نغښتی دی.
نوموړي زیاته کړه چې د پنجشېر ولایت رهبري د دغه ولایت په کچه د کورنیو، قومي او سیمهییزو شخړو د حل په موخه د «شخړو حل کمیټې» تر نوم لاندې کمیټه جوړه کړه څو وکولای شي پنجشېر کې ټولې دښمنۍ هوارې او کورنۍ خپل عادي ژوند ته دوام ورکړي.
د پنجشېر د علماوو شورا رییس مولوي قیامالدین حنیف هم د یادې کمیټې له لاسته راوړنو ستاینه وکړه او یادونه یې وکړه چې د تېر په پرتله د دغه ولایت په کچه شخصي دښمنۍ کمې او هوارې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د غویي په ۱۷هم د بګرام کوچیانو او پریان ولسوالۍ کې د ځایي خلکو ترمنځ ۱۵ کلنه دښمني د شخړو حل کمیټې له لورې پای ته رسېدلې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP