Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}Your submission failed. The server responded with {{status_text}} (code {{status_code}}). Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
{{#message}}{{{message}}}{{/message}}{{^message}}It appears your submission was successful. Even though the server responded OK, it is possible the submission was not processed. Please contact the developer of this form processor to improve this message. Learn More{{/message}}
Submitting…
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د بلخ په نهرشاهي ولسوالۍ کې د یوې موسسې له لوري یوه ښوونځي ته د ۱۲۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
فراه کې مسوولین وايي، د نوي ښوونیز کال له پیل سره یې د دغه ولایت د مرکز په ګډون څلورو ولسوالیو کې ۲۶ هغه ښوونځي بېرته فعال کړل چې د تېرو جګړو له امله بشپړ یا نیمه تړل شوي وو.
پنجشېر کې د منځنيو او لېسو نجونو زدهکوونکې د خپلو ښوونځيو تړل کېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره له حکومته غواړي چې دوى ته ديني مدرسې جوړې کړي.
د دایکنډي د میرامور ځیني اوسېدونکي وايي چې د دې ولسوالۍ نږدې نیمايي ښوونځي ودانۍ نه لري او زدهکوونکي یې په ازاده فضا او حسینیو کې درسونه وايي.
د بغلان د پوهنې رياست وايي، د دغه ولايت د ٥٢٧ ښوونځيو له ډلې ٢٠٩ يې ودانۍ نه لري چې له امله یې زدهکوونکي له ستونزو سره مخ دي.
د خوست پوهنې رياست وايي چې د دغه ولايت ۹۰ ښوونځي لا هم ودانۍ نه لري او زدهکوونکي يې د ونو سيوري ته او يا په نورو نامناسبو ځايونو کې زدهکړې کوي.
د سرپل ولایت په مرکز کې د ۴۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د نجونو یوه ښوونځي د ودانۍ جوړېدو چارې پيل شوې او د کونړ په ولایتي روغتون کې بیا د ۳۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو لابراتوار فعال شو.
فاریاب کې د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په شېرین تګاب ولسوالۍ کې د «ګلتپه» په نوم د نجونو لومړني ښوونځي ودانۍ بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
غزني ولایت د مرکز اړوند ازادخان کلا سیمه کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د چین سیمهییز مسوولینو ویلي، د دغه هېواد په شمال ختیځ کې د یوه ښوونځي د جمنازیوم چت لوېدو له امله ۱۱ کسان مړه شوي دي.
د غزني په دهیک ولسوالۍ کې یوه ځوان هوډ کړی چې د خپلې سیمې جناباد لومړني ښوونځي لپاره په خپل مټ او شخصي لګښت ودانۍ جوړه کړي.
د خوست پوهنې رياست مسوولين وايي، په دغه ولايت کې شاوخوا ۱۳ زره ماشومان چې ښوونځي ته د تګ قانوني عمر يې پوره کړی، زدهکړو ته لاسرسی نه لري.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن