ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پنجشېر کې له ښوونځي پاتې نجونې: حکومت دې موږ ته دیني مدرسې جوړې کړي

11 Sep 2023 - 18:19
11 Sep 2023 - 18:19

پاراخ (پژواک، ۲۰ وږی ۱۴۰۲): پنجشېر کې د منځنيو او لېسو نجونو زده‌کوونکې د خپلو ښوونځيو تړل کېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره له حکومته غواړي چې دوى ته ديني مدرسې جوړې کړي.

د پنجشېر ولايت د پوهنې رياست د اسلامي زده‌کړو مرستيال وايي، هڅه کوي چې راتلونکي کال کې په دغه ولايت کې د نجونو لپاره ديني مدرسې جوړې کړي.

اسلامي امارت د ۱۴۰۱ کال د وري میاشتې په لومړیو د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو فعالیت وځنډاوه او اعلان یې وکړ چې په دې برخه کې پر طرحه کار روان دی ‎چې له بشپړېدو وروسته به دغه ښوونځي بېرته پیل شي؛ خو دغه کار تر اوسه نه دی شوی.

اوس په پنجشېر کې له شپږم ټولګي د پورته ښوونځیو يو شمېر زده‌کوونکې غواړي څو دغه ولایت کې د دوى لپاره ديني مدرسې جوړې شي.

د پنجشېر په رخه ولسوالۍ کې د غلام حیدر لېسې د اتم ټولګي زده‌کوونکې نسرین، پژواک خبري اژانس ته وویل: «په داسې حال کې چې د اسلامي امارت درېیم کال دی، خو اوس هم [له شپږم ټولګي پورته] د نجونو ښوونځي تړلي دي، په داسې حال کې چې ‎زده‌کړې د نجونو شرعي او مدني حق دی، کله چې ښوونځي تړل کېږي؛ حکومت باید په رسمي ډول دیني مدرسې جوړې کړي، څو نجونې له زده‌کړو بې‌برخې پاتې نه شي.»

د دغه ولایت د رخه ولسوالۍ کې د نسوان پیاوشت لېسې د نهم ټولګي زده‌کوونکې فاطمه هم ورته نظر لري او وايي: «حکومت چې نه پریږدي ښوونځي پرانیستل شي … ‎رسمي مدرسې دې جوړې کړي، څو ‎نجونې وکولای شي زده‌کړې وکړي او خپلو هیلو ته – چې هماغه ملت او هېواد ته خدمت دی – ورسیږي.»

په دغه ولایت کې له ښوونځي یوه بله بې‌برخې نجلی رویا هم د هغو نجونو لپاره د دیني مدرسو د جوړېدو غوښتنه کوي چې له زده‌کړو بې‌برخې دي.

له دیني مدرسو سره د نجونو لېوالتیا زیاته شوې

په رخه ولسوالۍ کې د جامع‌الانوار د نجونو مدرسې تدریسي مرستیال مولوي عبدالحفیظ انوري وايي، په هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ښوونځیو له ‎تړل کېدو سره، له دیني مدرسو سره ‎د نجونو لېوالتیا د مخکې په پرتله چې ښوونځي پرانیستي وو – ډېره شوې ده.

د هغه په ​​خبره، ډېری له ‎ښوونځي بې‌برخې شوو نجونو په جامع‌الانوار مدرسه کې شاملېدو لپاره مراجعه کړې، خو د ښوونکو او د درسي توکو د کمښت او مناسبې ودانۍ نه درلودو له امله هغوی نه شي جذبولای.

د هغه د معلوماتو پر بنسټ، دا مهال ‎په دغه مدرسه کې له ٢٠٠ ډېرې نجونې زده‌کړې کوي، په داسې حال کې چې د تېر حکومت پر مهال دا شمېر له ٤٠ تر ٥٠ کسانو و.

انوري وویل چې اسلامي امارت باید په ټولنه کې نورو بشري اړتیاوو ته د پاملرنې ترڅنګ د نجونو ښوونځي هم بېرته پرانیزي.

دا په داسې حال کې ده چې کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني د روانې وږي میاشتې په ۱۳مه د اسلامي همکاریو د سازمان له پلاوي سره په لیدنه کې ویلي چې د نجونو زده‌کړې د ټولنې اړتیا ده او دغه ستونزه (د نجونو د منځنیو ښوونځیو او لېسو فعالیت ځنډول) به ‎د شرایطو په پام کې نیولو سره حل شي.

د جامع‌الانوار مدرسې زده کوونکې صنوبر وايي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو له تړل کېدو وروسته په خپګان اخته شوې وه او اوس چې په مدرسه کې شامله شوې، خوښه ده او خپله رواني او روحي ارامش یې بېرته ترلاسه کړی دی.

صنوبر وویل: «زه د نورو هغو نجونو د راتلونکي په اړه اندېښمنه يم چې په کليو کې یې ديني مدرسې نه شته، هغوى هم هیله لري او زده‌کړو ته اړتيا لري، کله چې حکومت ښوونځي وتړل، بايد مدرسې جوړې کړي.»

د پنجشير ولايت پوهنې رياست د اسلامي زده‌کړو مرستيال مطيع‌الله جواد پژواک ته وويل چې راتلونکی کال به حکومت د پنجشېر په بېلابېلو سيمو کې ديني مدرسې ‎جوړې کړي څو هيڅ نجلۍ له زده‌کړو بې‌برخې پاتې نه شي.

جواد پنجشېر کې د جوړېدونکو مدرسو د شمېر په اړه څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت رهبرۍ د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت ته د استادۍ د سل زره بستونو رامنځته کولو سپارښتنه کړې چې دغه استادان به د اړتیا له مخې د پنجشېر په ګډون په ټول هېواد کې وګومارل شي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دمګړی په دغه ولايت کې د نجونو ٧٧ کليوالي دینې مدرسې، درې ګډې مدرسې، درې ګډ دارالعلوم او ۱۴ د نوجونو مدرسې فعالیت کوي.‎

هغه وايي چې دا مهال د پنجشېر په بېلابېلو ديني مدرسو کې څه باندې ٤٨٠٠ نجونې پر زده‌کړو بوختې دي.

Views: 123

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version